دا چې په آی پي اېل کې د ډیلي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شیریاس ایئر د هندوستان او انګلستان ترمنځ لوبو کې ټپي شو او اوږه یې ختلې ده، نو ښایي د آی پي اېل په ټولو لوبو کې لوبېدو ته چمتو نشي، نو د ډیلي لوبډلې په رېشاب پنټ د لوبډلمشرۍ لاس اېښی او سږ کال به د ډیلي لوبډله رهبري کوي.
د ډیلي لوبډله چې له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې لویدلي حالت کې وه او هر وخت به یې لوبې بایللې؛ خو د دې لوبډلې رهبرۍ په ۲۰۱۸ کې ګاتم ګمبیر له لوبډلمشرۍ لېرې کړ او پرځای یې ځوان لوبغاړی شیریاس ایئر وټاکل شو.
شیریاس ایئر وکولای شول، چې یاده لوبډله تر پایلوبې ورسوي.
نوموړي په ۲۰۲۰ کې لوبډله خورا ښه وځلوله او پایلوبه کې یې له ممبيي څخه ماته وخوړه.
په دې لوبه کې ډیلي په ۷ وېکټو ۱۵۶ منډې کړې وې، چې ممبيي لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او پنځم ځل لپاره اتلولي ممبيي لوبډلې وګټله.
رېشاب پنټ او لوبډلمشري یې
رېشاب پنټ له ډوني وروسته د هند په لوبډله کې وړ فېنېشر او هیټر بلل کېږي او د ډیلي لوبډله کې هم خورا خطرناک منځنی توپوهونکی دی.
نو اوس رېشاب پنټ د ډیلي لوبډله رهبري کوي او د لوبډلې مالکین وایي چې د دوی هیله دا ده، چې دا لوبډله سږ کال اتلولي وګټي.
دې لوبډلې سره خورا تکړه لوبغاړي ملګري شوي او دا حساب پرې کېدای شي، چې اتلولي ترلاسه کړي.
لوبډله
رېشاب پنټ لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی، مارکس سټاینېس، شېمرن هېټمېئر، سام بېلېنګز، اکسرپټېل، ریوي چندران اشوېن، کګېسو رباډا، انرېک نارټی او اومېش یداف شامل دي.
شېکردوان، پرېتوي شاو او اجېنکیا رهانی په توپوهنې برخه کې ورسره شامل دي.
د روزونکو برخه کې یې ریکي پونټېنګ، محمد کیف، اجی رټرا، پراوین امر او جیمز هوپ ورسره ملګري دي.
نو ډیلي لوبډله د آی پي اېل په لوبډلو کې له ممبيي څخه وروسته یوه پیاوړې لوبډله ده او کولای شي، چې سږکال خورا مخکې ولاړه شي.