د ځغاستي یوې ورزشکاري ښځي د رونالډو ریکارډ مات کړ!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 
د ځغاستي افریقايي لوبغاړې کاسټر سمینا د کریسټیانو رونالډو ریکارډ مات کړ او د خپل بدن جوړښت ئې د کریسټیانو رونالډو سره برابر کړ.
د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړی رونالډو یو له هغه فوټبالرانو څخه دئ، چي خورا ښکلی بدن لري او همدا وجه ده، چي اوس په ۳۵ کلنۍ کي هم ښې لوبي ترسره کوي.
هغه څو ورځي مخکي د قرنطین په مهال خپل کور کي  د ۴۵ ثانیو په ترڅ کي یو ډول فزیکي حرکت ۱۴۲ ځلي ترسره کړ او نورو ټولو ته ئې وویل، چي زما ریکارډ مات کړي.
خو زیاتو نارینه او ښځینه لوبغاړو د رونالډو د ریکارډ ماتولو هڅه وکړه، چي وروسته د ځغاستي نوموتې ښځینه لوبغاړې کاسټر سمینا وتوانېده، چي د رونالډو یاد ریکارډ مات کړي.

په ۸۰۰ متره واټن کي د ځغاستي نړیوالي اتلي سمینا د رونالډو په څېر فزیکي حرکتونه ټاکلو ۴۵ ثانیو کي ۱۷۶ ځلي ترسره کړه، خو رونالډو بیا ۱۴۲ ځلي ترسره کړي وه.

۲۹ کلني سمینا د ۲۰۱۶م په المپیکي سیالیو کي مډال ګټلی وو.
هغې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸م ۸۰۰ متره واټن په ۲ دقیقو او ۴ ثانیو کي طی کړ.
تر هغه راوروسته دې لوبغاړې په ۲۰۱۲م کي د افریقا تر ټولو د بهتریني ورزشکاري جایزه ترلاسه کړه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.