په ننګرهار کې د شپنیو رمضان جام سیالیو کپ د سیالیو له ترسره کولو پرته د دغو سیالیو د ترتیبوونکي هدایت زهیر زوی ته ورکړل شو.
رمضان جام سیالۍ د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په ننګرهار، بهسودو پله تر څېرمه سپین غر کرکټ لوبغالي کې پيل شوې وې او لا یې دوه ورځې وتلې وي چې پکې چاودنې وشوې.
په چاودنو کې د دغه سیالیو د ترتیب کوونکي هدایت زهیر په ګډون ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د کرکټ د لوبغاړو په ګډون پکې ۴۳ نور ټپيان شول.
د ننګرهار د نوي والي حیات الله حیات په راتګ سره د والي په ګډون یو شمېر مدني فعالانو او د هدایت ظهیر ملګرو دغه کپ د هغه زوی ته ډالۍ کړ او د ظهیر تصویر ته یې شمعې هم بلې کړې.
په دغه پېښه د کرکټ مینوالو او لروبر کې افغانانو زیاته خواشینې وښوده.
خو دغو چاودنو یوازې دا رمضان جام تر ترسره کولو پاتې نه کړ، بلکې د دې تر څنګ یې دوه نور هغه رمضان جام سیالۍ هم پاتې کړې چې د تېرو څو کلونو راهیسې ترسره کېدلې.
د ننګرهار له رسنیز دفتره ویډیوي راپور؛
https://www.facebook.com/nmic8/videos/1068232759991946/
په کابل کې د رمضان جام د سیالیو ترسره کوونکي جیلاني زرملوال تېره ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه د رمضان جام مینوالو ته بد زیری ورکړ.
ده لیکلي ول :
(مونږ د رمضان جام د سیالیو لپاره له تېرو ۶ میاشتو راهیسي تیاری کړی و او ډېر ځوانان هم ورته په انتظار ول، خو بدبختانه چې د افغانستان او په ځانګړي ډول د کابل جان امنیت د ډاډ وړ نه دی، نو موږ د زرملوال کرکټ سټډيوم اداره او د نوموړو لوبډلو مشرانو سره په دې توافق وکړ چې سږ کال رمضان جام ونکړو.)
د کابل رمضان جام سیالۍ د تېرو څو شپږو کلونو راهیسي کیږي چې د ولایتي لوبغاړو سربېره پکې د ملې لوبډلې یو شمیر لوبغاړي هم لوبېدل او په هېواد کې به د یوه مخکښ ټلویزیون څخه هم خپرېده.
بل لورته ننګرهار سراج العمارت بڼ کې هم د څو کلونو راهیسي د رمضان جام سیالۍ کېدلې.
دغه سیالۍ به هم روژې په مبارکه میاشت کې تر روژه ماتې او بیا تر تراویحو وروسته کېدلې.
دا لوبه به په ټنس بال سره کېده او په لسګونه لوبډلو به پکې برخه اخېسته، خو د دغه سیالیو برابرونکي ډاکټر عزیز ښېووالو هم وایي چې زړه نا زړه دی چې په دغسې حالاتو څنګه د رمضان جام سیالۍ تر سره کړي.
نوموړی وایي، ممکن سږ کال د امنیت د خرابوالې له امله دغه د ټنس بال رمضان جان سیالۍ هم ترسره نه شي.
ښېوه وال په داسې حال کې دغه خبرې کوي، چې نوموړي د تېرو څو میاشتو راهیسي د دغه جام لپاره د لوبغالي په جوړولو بوخت و او رمضان جام تر سره کولو لپاره یې په سراج العمارت کرکټ سټډیوم زیات مصارف هم وکړل.
لا تر اوسه امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي چې څومره کولی شي خلک ډاډه او سیالۍ ترسره شي.