تیره اوونۍ ځوان ټولنیز بنسټ د (رسنیزې مرکې ارونه) موضوع باندې لکچر درلود.
دا لکچر د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مرستیال پوهیالي، استاد خالد ضیا وړاندې کړ.
ښاغلي ضیا پر موضوع د لا ښه پوهیدو په موخه پر ژورنالیزم پراخ بحث وکړ او پیل یې د رسنۍ له پيژندلو وکړ.
رسنۍ پیژندنه
رسنۍ يا ميډيا په هسپانوي ژبه كې منځ، د بوټ د ننې تلي او نيم ساعت او په ايټالوي ژبه كې منځني او منځ ته وايي. د دوو ښكېلو غاړو لكه دولت او خلكو تر منځ د معلوماتو د لېږدولو او رالېږدولو فعاليت ته رسنۍ وايي.
ده وویل؛ رسنۍ په يوه ديموکراته ټولنه کې عبارت له هغې کړۍ څخه ده چې دولت، مدني ټولنه او خلک يو له بله سره تړي.
د رسنيو ډولونه
په اوس وخت كې د ټولې نړۍ په كچه په ټوله كې څلور ډوله رسنۍ شتون لري، چې بيا په خپل ځان كې په نورو ډولونو وېشل شوې دي. د بېلګې په ډول په تلويزيونونو كې سپورتي، خبري، تفريحي، سوداګريز، فلمي….
په لويه كچه رسنۍ په دوو برخو وېشل كېږي:
۱- دولتي يا عامه رسنۍ
هغه رسنۍ چې په عامه خلكو پورې اړه لري او د دولت د اعلانونو له لارې تمويلېږي.
۲- خصوصي رسنۍ
هغه رسنۍ چې په حقيقي اشخاصو، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي سازمانونو پورې اړه لري.
د مرکې پېژندنه :
مرکه د ژورنالېزم داطلاعاتي ژانرونوله ډلې هغه ژانر دی، چې په ډله ييزو رسنيو کې له خورا ارزښت نه برخمنه او په ژورناليزم کې د اطلاعاتو او مالوماتو دراټولونې يوه اغېزمنه وسيله ګڼل کېږي.
په علمي لحاظ ددغه مهم ژورناليستيک ژانر د ښې پېژندنې لپاره اړ يو ترڅو د بېلابېلو ژورناليستيکو پوهانو لخوا دمرکې په اړه د شويو تعريفونو په رڼاکې ټاکلې موضوع يوڅه روښانه کړو.
مرکه څه ته وايي؟
مرکه د دوو يا څو کسانو ترمنځ هغه خبرې دي، چې يو ځانګړی او واضح هدف ولري .
مرکه د کار ارزښتمنه برخه جوړوي. ځکه ځانګړي مهارت او پوهې ته اړتيا لري. مرکه کوونکی بايد وپوهېږي، چې د څه لپاره مرکه کوي او هدف يې له مرکې څخه څه دی؟ مرکه کوونکی بايد د مرکې پرمهال آرام او پخپلو خبرو واکمن وي، ترڅو مرکه کېدونکی هم خپله ارامتيا وساتلی شي.
د مصاحبې اصطلاحي پېژندنه :
د مصاحبې اصطلاح د مصاحبه کونکي (interviewer) او مصاحبه کېدونکي (interviewee) تر منځ د خبرو کولو مانا ورکوي، چې هدف يې د خبرو د تهيه کولو او علمي څېړنو لپاره له باخبره اشخاصو او کارپوهانو څخه د حقايقو،ارقامو او نظرياتو تر لاسه کول دي د مرکې تعريف داسې هم کولاې شو: د لوستونکو، ليدونکو او اوريدونکو د خبرتيا لپاره له يو چا ( باخبره اشخاصو ) سره د خبري رسنيو له پاره خبرې اترې د مرکې په نوم يادېږي .
دمرکې داصطلاحي پېژندنې په برخه کې دپوهانو او ژورنالېستانو له خوا ډول ډول تعريفونه شوي دي ،چې په دغو تعريفونو کې تر ډيره بريده د مرکې ارزښت او موخې روښانه شوي دي چې د بېلګې په ډول د ځينو تعريفونو يادونه کوو:
پوهاند کاظم اهنګ:-مصاحبه داطلاعاتو اوحقايقو دترلاسه کولوپه موخه دمرکه کوونکي مخامخ خبرې دي له مرکه کېدونکي شخص يااشخاصو سره ، چې ټاکلې خبرې سياسي اوټولنيز ارزښت لرونکې وي.
احمدتوکلي:- د يو کلې تعريف پر اساس مطبوعاتي مصاحبه د يو ارتباط د انتقال په موخه د دوه ياڅو تنو ترمنځ د سوال وځواب څخه عبارت ده.
د مرکه کيدونکو د ټاکلو ارزښت
د مرکه کېدونکو ټاکنه پرخپل ځای يو ډېر مهم کار ګڼل کېږي. دا ځکه چې مرکه کېدونکيد خپرونې پر څرنګوالي يا کيفيت باندې سيده او مستقيم اغېز ښندي. کېدای شي د مرکه کېدونکو د ټاکنې لپاره لاندې پوښتنو ته ځواب ورکړل شي:
ايا مرکه کېدنکی کولای شي، روان او فصيح وغږېږي؛ يعنې د خبرو کولو پرمهال تخنيکي ستونزه ونه لري.
ايا مرکه کېدونکی د خپرونې له روحيې سره برابر دی؟
ايا مرکه کېدونکی په يو ډول نه يو ډول په موضوع پورې اړه لري؟ مرکه کېدونکی ، چې په کومه موضوع غږېږي، هغه په ده پورې تړاو ولري، او ښه تجربه لرونکي کس وي.
ايا زموږ مرکه کېدونکی لومړی لاس معلومات راکوي او يا د بل چا له خولې کيسه کوي؟
د بېلګې په توګه: يو معالج ډاکټر کولای شي، چې د نشه يي توکو د روغتيايي زيانونو په اړه وغږېږي، نو د مرکې لپاره وړ دی، خو که ټاکل شوی ډاکټر د هغو په لاملونو وغږېږي، چې ولې ځينې کسان په نشه يي توکو روږدي کېږي، ښايي دا کس وړ يا مناسب نه وي. ځکه پدې اړه يو ټولنپوه، روان پوه يا هم د رواني ناورغيو ډاکټر ښې خبرې کولای شي.
د يو خبريال په توګه په مطبوعاتي کنفرانس کې برخه اخيستل خپل اداب لري په دې برخه کې بايد لاندې ټکو ته ډيره پاملرنه وکړئ.
ځان ژر ورسوئ
وړ مناسب (ځای) ونيسئ.
باېد چې ښې پوښتنې درسره ولری
هڅه وکړئ چې د لومړنيو پوښتنو کوونکو له ډلې څخه اوسی.
د کنفرانس له ځايه تر ټولو وروسته ووځئ.
د مرکې څخه مخکې پړاو:
د تجهيزاتو چک کول، لکه: ميني ډيسک، مرانز، بټرۍ، مايکروفون، کېبل او…
د مرکې موضوع او موخې روښانه کول
د پوښتنو لېست جوړول
د مرکې لپاره داسې څوک ټاکل، چې د ژبې فصاحت، صلاحيت او په موضوع پورې اړه ولري
هغه پوښتنې په نښه کول، چې بايد پرهغه ډېر ټينګار وشي او د موضوع جزئياتلاسته راشي
مرکه کېدونکي ته پوښتنې مخکې له مخکې مه ورکوئ. که مو داسې وکړل نومرکه به مو په لاس جوړه شوې او غيرطبيعي ښکاري.
د نقليه وسيلې تنظيمول
هر چاپېريال ته په کتو سره مناسب کالي اغوستل
د مرکې ځای ته پر وخت ځان رسول
تر مرکې مخکې مرکه کېدونکي ته د خپل ځان او دندې ورپېژندل د هغه د ډاډ او ارامتيا لامل ګرځي.
مرکه کوونکی بايد د مرکې د موضوع په اړه مخکې څېړنه وکړي او معلومات په لاس راوړي .
مرکه کوونکی مؤدب، آرام خو پوه وي.
ښاغلي استاد ضیا د رسنۍ ارونه موضوع باندې کافي بحث وکړ، خو دا چې دلته نور هم دا راپور اوږدیږي، ځکه نو په همدې معلومات بسنه کوو.
راپور: د ځوان ټولنیز بنسټ فرهنګي کمیټه