د رحمت شاه لپاره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یو بل چانس!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
رحمت شاه زرمتی چې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې مهم او ون ډاون لوبغاړی دی، په ډېری لوبو کې چې بخت ورسره یاري کړې، د افغانستان ملا یې تړلې او نړیدلې لوبه یې ورته بېرته را رغولې ده.
د ون ډاون لوبغاړي دنده هم همدا وي، چې له اوپننګ شڼېدلې او بې ثباته شوې لوبه بېرته باثباته کړي.
په هندوستان کې ویرات کولي ډېری وخت د رغوونکي رول لوبوي، په انګلستان کې جو روټ، په افریقا کې فاف ډوپلیسي، په نیوزیلېنډ کې کېن ویلیمسن او پاکستان کې بابراعظم.
دا ټول لوبغاړي د لوبډلې ماته شوې برخه رغوي.
رحمت شاه زرمتی چې د افغان لوبډلې پیاوړی توپ وهونکی دی او تل په دریم نمبر توپ وهنې ته راښکته کېږي، په ټېسټ لوبو کې ښه ثابت شوی دی.
rahmat shah 102 د رحمت شاه لپاره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یو بل چانس!
رحمت شاه او ټېسټ لوبو رېنکېنګ یا درجه بندي
رحمت شاه له دې وړاندې دوه ټېسټ لوبې کړي دي، ۲۰۱۸ م کال اګسټ میاشت کې یې د هند خلاف دوه پاڼۍ توپ وهنه وکړه، په دې پاڼیو کې یې ټولې ۱۸ منډې کړي دي، چې یوه کې یې ۱۴ او بله کې یې ۴ منډې وکړې.
ورپسې د ۲۰۱۹ م کال مارچ په ۱۵ مه نېټه یې له ایرلېنډ سره دوهمه ټېسټ لوبه کې د افغانستان په ګټه ګډون وکړ.
په دې لوبه کې زرمتي په یوه پاڼۍ کې ۹۸ منډې او بله پاڼۍ کې یې ۷۶ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو، افغان لوبډلې د زرمتي د ښې توپ وهنې له امله ایرلېنډ ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
رحمت شاه له ایرلېنډ سره تر ځلېدلو وروسته لومړی افغان لوبغاړی شو، چې د ټېسټ لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې یې نوم ولیکل شو او درې نوي یم ۹۳ مقام یې خپل کړ.
نوموړی اوس لومړی افغان توپ وهونکی شو، چې د یو بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې سلیزه وهي.
د بنګله دېش خلاف سلیزه یې له هغه سره مرسته کولای شي، چې په ټېسټ درجه بندۍ کې هغه تر اویا وو ۷۰ خانې پورې را ورسوي.
دا به د هغه لپاره یوه بله ستره لاسته راوړنه او د افغان ملت لپاره به د فخر ځای وي، چې یو افغان داسې کارنامه کوي.
asghar د رحمت شاه لپاره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یو بل چانس!
له زرمتي سره خوا کې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم ۹۲ منډې وکړې، چې هغه به هم د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ لېست کې راڅرګند شي او دا به دوهم افغان لوبغاړی وي، چې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یې نوم راځي.
راشدخان هم په وروستیو کې په زړه پورې توپ وهنه وکړه؛ هغه په ۶۱ توپونو د ۳ شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې وکړې، ښایي چې د بالرانو د درجه بندۍ ترڅنګ د راشدخان نوم د ټېسټ لوبو په توپ وهونکو لېست کې رامعلوم شي.
rashid khan 50 د رحمت شاه لپاره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یو بل چانس!
افغان لوبډلې بنګله دېش ته په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۳۴۲ منډې وکړې.
محمد نبي او یمن احمدزي د بنګله دېش دوه پیلوونکي لوبغاړي سوځولي دي.