د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېږي.
دې ویب سایټ په دوهم پړاو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي نوموتی لوبغاړی راشدخان آرمان د ویسټ انډیزي لوبغاړي انډري رسل سره سیالي ته اچولی وو، چي انډري رسل تر راشدخان ډیري رايي خپل کړې او ګټونکی اعلان سو.
د معلوماتو له مخي انډري رسل ۵۷ سلنه رايي، خو راشدخان بیا ۴۳ سلنه رايي خپله کړې وې.
دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ.
د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري.
په شل آوریزه سیالیو کي د غوره لوبغاړو ترمنځ په دې سیالیو کي لومړی ۳۲، ورپسي ۱۶ او اوس بیا اته لوبغاړي یو د بل په وړاندي سیالي ته لویږي.
په لومړي پړاو کې ګډونوال ۳۲ لوبغاړي:
راشدخان، محمدنبي، لیسیت ملینګا، ډېل سټين، شین واټسن، شاهد افریدي، ډیویډ وانر، شعیب ملک، ډین براوو، سهیل تنویر، انډري رسل، سمیول بدري، سعید اجمل، کیرون پولارډ، ایرون پینچ، کلین مکسویل، سوریش رانا، کریس ګېل، عمران طاهر، ایشواین، میس ډوني، بابر اعظم، ویراټ کوهلي شکیب الحسن، سونیل ناراین، مایکل هسي، جسپریت بومرا، روهیت شرما، جوس بیټلر، برینډن میکالم، اي بي ډیویلرز او کیون پيټرسن.
دا هغه ۳۲ لوبغاړي دي چې کریک انفو د شل اوریزه سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته ټاکلې وه.
په لومړي پړاو کې ګټونکي لوبغاړي:
کریک انفو پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼه دوه دوه لوبغاړي سیالۍ ته واچول، چې د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د رایو په ورکولو سره د خپلې خوښې وړ لوبغاړو ته رایه ورکړه او ډېرې رایې اخیستونکو لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.
د دوی د رایو په بنسټ لیست ملینګا ـ ډیل سټین ته، شاهد افریدي ـ شین واټسن ته، ډیویډ وارنر، شعیب ملک ته، ډین براوو ـ سهیل تنویر ته، انډري رسل ـ سمیول بدري ته، راشدخان ـ سید اجمل ته، کیرون پولارډ ـ ایرون پینچ ته، سوریش رانا ـ کلین مکسویل ته، کریس ګېل ـ محمد نبي ته، عمران طاهر ـ ایشواین ته، میس ډوني ـ بابر اعضم ته، ویراټ کوهلي ـ شکیب الحسن ته، سونیل ناراین ـ مایکل هسي ته، روهیت شرما ـ جسپریت بومرا ته، برینډم مېکالم ـ جوس بیټلر ته او اي بي ډیویلرز بیا کیرون پولارډ ته ماته ورکړه.
په دوهم پړاو کي دا لوبغاړي یو د بل په وړاندي سیالي ته واچول شوه:
۱ـ لیسیت ملینګا او شاهد افریدی؛
۲ـ ډیویډ وارنر او ډین براوو؛
۳ـ انډري رسل او راشدخان؛
۴ـ کیرون پولارډ او سوریش رانا؛
۵ـ کریس ګېل او عمران طاهر؛
۶ـ میس ډوني او ویراټ کوهلي؛
۷ـ سونیل ناراین او روهیت شرما؛
۸ـ برینډم میکالم او اي بي ډیویلرز؛
د یادو ۱۶ لوبغاړو له ډلي لیست ملینګا، ډین براوو، انډري رسل، سوریش رانا، کریس ګېل، ویراټ کوهلي، روهیت شرما او اي بي ډیویلرز هغه ۸ لوبغاړي دي چي درېم پړاو ته یې لاره پيداکړه.
اوس یادو ۸ لوبغاړو کي دا لوبغاړي یو د بل په وړاندي سیالي ته اچول کیږي:
۱ـ لیست ملینګا او ډین براوو؛
۲ـ انډري رسل او سوریش رانا؛
۳ـ کریس ګېل او ویراټ کوهلي؛
۴ـ روهیت شرما او اي بي ډیویلرز؛
ګټونکي ۴ لوبغاړي به نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړي او په هغه پړاو کي به بیا دوه ګټونکي لوبغاړي پایلوبي ته ووځي، چي وروسته به هغه دوه لوبغاړي پایلوبي ته هم واچول شي.
دا هر څه د قرنطین په دې شپو او ورځو کي د لوبغاړو او د کرکیټ مینوالو ته (ESPNcricinfo) دې ویب سایټ د یوې تفریح لپاره ترتیب کړي، تر څو ټول خوښ وساتي.