ليکنه: صابرحميدي
د نړۍ په کچه دوه ستر سوداګریز کرکټ لیګونه په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو کې پېلېدونکي دي؛ په دې لیګونو کې افغان لوبغاړي هم هیله لري چې ولوبېږي.
افغان لوبغاړي د نړۍ په کچه په سترو لیګونو کې برخوال هم دي؛ خو دوه ستر لیګونه چې آې پي ایل او بېګ باش لیګونه دي، په همدې روانه میاشت کې ورته بولي کېږي؛ چې ډېری افغان لوبغاړي ورته هم هیله مند دي، چې وابه خېستل شي.
د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ؛ بېګ باش لپاره بولي کېږي؛ له بولي وړاندې پنځه افغان لوبغاړي په دې لیګ کې اخېستل شوي دي، چې راشدخان د اډیلایډ سټرایکرز، محمدنبي عیسی خېل د مېلبورن رېنېګېډز، مجیب الرحمن او ظاهر خان د برېسبېن هیټ او قېس احمد د هوبرت هرېکېنز لوبډلو له خوا پېرل شوي دي.
خو د حضرت الله ځاځي، نجیب الله ځدران، نوین الحق، کریم جنت، شهزاد محمدي، عثمان غني، اصغرافغان، رحمان الله ګُربز، ابراهیم ځدران او نور افغان لوبغاړي هم هیلې لري، چې دې لیګ کې ولوبېږي؛ خو ګورو چې لوبډلې په بولي کې د دوی د اخېستلو دلچسپي لري او کنه.
بېګ باش لیګ د ۲۰۲۰ م کال د فبروري تر اتمې نېټې دوام کوي.
د آې پي ایل لیګ بولي او د افغان لوبغاړو چانس
د اسټرالیا د بېګ باش لیګ له بولي یا قرعه کشۍ، دوه ورځې وروسته د هندوستان د ستر سوداګریز لیګ آې پي ایل بولي په کلکته ښار کې ترسره کېږي؛ د دغه لیګ بولي لپاره ۹۷۱ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، چې ۷۱۳ یې هندي او پاتې نور یې بهرني لوبغاړي دي، چې افغان لوبغاړي به پکې هم بولي ته وړاندې شي.
په دې لیګ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن له وړاندې د خپلو پخوانیو لوبډلو له خوا رېټاین شوي یا اخېستل شوي دي.
خو زمونږ په شمول د ډېری افغانانو هیلي دي، چې ځوان افغان لوبغاړي هم په دې لیګ کې واخېستل شي.
د هندي ورزشي وېب پاڼو د راپورونو پر بنسټ د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل سیالۍ به د مارچ په ۲۷ مه نېټه پیل شي؛ خو ښایي تر هغه وخته یې نېټه کې بدلون راشي.