د دغې مېوې پوستکی مېکروبونه له منځه وړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عایشه حیدري

د اقتصاد نیوز د راپور پر بنسټ، لېمو هغه مېوه ده چې ډېری ګټې لري او کولای شو په بېلابېل ډولونو ورڅخه ګټه واخلو. ډېر خلک په خپلو خوړو کې له لېمو څخه د اچار او چکني په توګه کار اخلي.

لېمو د پوټکي لپاره د درملنې ګټې لري، خو ډېرې خلک په دې نه پوهېږي چې د لېمو کومه برخه د پوټکي بخارونو او لکو ته ګټه لري. د لېمو اوبه د مېوې هغه برخه ده چې د خوندور خوند درلودلو له امله معمولاً په خوړو او څښاکونو کې کارول کېږي، خو د لېمو پوټکی چې د لیمو د دننه په پرتله ډبل دی، تریخ او سپین رنګی پوټکی لري، په عمومي بڼه د ریزش، انفلونزا، د معدې درد، د پښې د تلي درد او د پښتورګي د تېږي د درملنې لپاره ډېره ګټه لري.

همدارنګه له لېمو څخه ګټه اخیستنه د مېکروب په له منځه وړلو، د وينې د فشار د کچې په ښکته راوړلو، د تبې د علايمو په له منځه وړلو، د رګونو د فعالیت په ښه والي او د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي او ډېرو نورو ګټو لپاره هم کارول کېږي.

زموږ د فکر پر خلاف، د لېمو پوټکی ډېرې ځانګړنې لري او د لرې غورځولو وړ نه دی، د لېمو پوټکی د ارتروز او ارتړیت روماتوید ناروغیو درملنې لپاره ډېره ګټه لري.

د داغونو، بوني، لکې، سلولیت، یبوسټ، د غاښونو ټپونه، ژورخپګان، شکر، د غوږونو مېکروب، انفلونزا، د نوکانو ماتېدنه (د نوکانو فنګس)، د زړه ناروغي، د وينې لوړ فشار، د وينې د قند كچې لوړوالی، د هاضمې ستونزې، چاغښت، د هډوکو پوکي، د پارکینسن ناروغي، د ويني کمزوری جریان، د ستوني درد، د ادرار د لارو مېکروب او د ګونځو له منځه وړل هغه ناروغۍ دي چې د لیمو پوټکی یې د درملنې ځانګړنې لري.

په دې ټول پوهېږو چې لېمو له معدني موادو او ویټامينونو څخه ډکه مېوه ده، خو د لېمو پوټکی د بيوفلاونوييدونو یو غوره سرچينه ده، له همدې امله له مېکروبو سره د مبارزې لپاره ډېر اغېزه لري.

په حقیقت کې، د لېمو پوټکی د لېمو د اوبو په پرتله ۵ تر ۱۰ برابره ډېر ویټامین لري او له همدې امله د کلسیم، فیبر، پوټاشیم، منیزیم او بېټاکاروټن د ترلاسه کولو غوره سرچینه ده. ۱۰۰ ګرامه د لېمو پوټکی ۱۰.۶ ګرامه فیبر، ۱۳۴ميلي ګرامه کلسیم، ۱۲۹ميلي ګرامه ويټامينC او ۱۶۰ميلي ګرامه پوټاشیم لري.

د C ويټامين او کلسیم نه یوازې دا چې روغتیا ته ډېره ګټه لري او د هډوکو د پیاوړتیا لامل کېږي بلکه د هډوکو له پوده کېدو او روماټیزم څخه هم مخنیوی کوي. د لېمو پوټکي د مېکروب ضد ځانګړنې لري نو له همدې امله د داخلي چینجیو له منځه وړلو ته ډېره ګټه لري او همدارنګه له بدن څخه د مېکروبونو په مقابل کې ساتنه کوي.

خو هېر مو نه شي چې د لېمو پوټکی ځیني زیانونه هم لري چې نه شو کولای له دغو زیانونو څخه سترګې پټې کړو، د بېلګې په ډول د لېمو پوټکی کولای شي استفراغ، د ادرار تکرار، لمر سوځېدنه، سردرد، د زړه د سر سوزش او د غاښونو د ټپ او د غاښونو تخریب رامنځته کړي.

خو د لېمو د پوټکي پر زیانونو پوهېدل په دې مانا نه ده چې باید د لېمو پوټکي څخه نوره ګټه وانه خلئ. هر خواړه چې له حد څخه زیات وخوړل شي د بدن لپاره زیانمن تمامېږي.

د لېمو پوټکی د وزن په بایللو کې هم ډېره مرسته کوي ځکه چې د لېمو په پوټکي کې د پکټین په نامه یوه ماده شته چې د وزن کمولو دنده پر غاړه لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.