
د دریو اسراییلو یرغمل په بدل کې ۱۸۳ فلسطینیان د اسراییلو له زندانه راخوشي شول.
دا کسان د تبادلې په څلور پړاو کې د هغې اوربند له مخې چې اسراییلو او حماس د جنوري په ۱۹ وکړ راخوشي شوي دي.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب په غزه کې د څه باندې یو کلنې جګړې وروسته اوربند شو چې پر بنسټ نه یوازې په غزه کې یرغمل اسراییلیان بیرته اسراییلو ته ستانه شول، بلکي په لسهاوو فلسطینیان هم د اسراییلو له زندانانو راخوشي شوي دي.
د دې اوربند پر بنسټ غزې ته بشري مرستې پیل شوي او نن د غزې او مصر ترمنځ د رفحې مهم بندر هم پرانستل شو.