دا ۵۰ ټکي د خوښ او خوندور ژوند لپاره عملي کولی شئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
  • لېکنه: زیټ هیري فورډ
  • ژباړه: غازي عابد

هر څوک غواړي چې باید خوښ اوسي، هیڅوک به داسې نه وي چې خوښي ونه غواړي.
ډیرو خلکو ته دا سخته وي چې څنګه خوشحاله شي، خو زما په نظر څه ډول چې موږ یې پرې د سختۍ فکر کوو، له هغې خوشحالي اسانه ده چې ترلاسه یې کړو.
نو دلته هغه پنځوس ډیرې لنډې لارې چارې په ګوته شوي چې ژوند ته مو خوښۍ وزیاتې کړي.
۱- دا ومنه چې ژوند نیمګړی دی.
۲- هیڅکله هم ځان له حده ډیر جدي مه نېسه.
۳- له نورو سره هم له ډیر جدیت نه کار مه اخله.
۴- د خپل ځان قدر او ارزښت وکړه او ولره.
۵- مانا لرونکي اهداف ولره، څو یو پلان ورته جوړ کړې.
۶- کورنی حیوانات او اهلي څاروي وروزه.
۷- ملګرتیاوو ته ډیر پام کوه. ملګري ولره او خپله هم یو ملګری اوسه.
۸- هڅوونکی اوسه او د اړتیا پرمهال د تشویق او ملاتړ لټه وکړئ.
۹- له بریا سره مادي پالنه مه ګډوئ. تل په بریا کې مادیاتو پسې مه ګرځئ.
۱۰- په دې پوه او باوري اوسئ چې پیسې درته خوشحالي نه شي اخیستلی.
۱۱- څه چې ژوند کې لرې له همدغو خوند واخله.
۱۲- ژوند دې ساده او اسانه کړه.
۱۳- ډیر تولیدونکی او نوښتګر اوسه.
۱۴- خپله اوسه، نارواوو پسې منډې مه وهه.
۱۵- تر ډیره د خپل ځان واکداره اوسه، خپل اند و فکر ته هم پام کوه.
۱۶- ډیر وخت مو له خوشحاله خلکو سره تیر کړئ.
۱۷- ځانته د خوښۍ لپاهر یوه روزنامچه یا ورځینو یاداښتونو په موخه کتابچه واخلئ، ټول هغه شیان په کې لیکئ چې تاسې ته خوند او مزه درکوي.
۱۸- هغه څه پیدا کړه چې تاسې مینه ورسره لرۍ او ستاسې د ژوند لاره ښایسته کولی شي.
۱۹- زده کړو او نویو تجربو ترلاسه کولو ته تل مایل او چمتو اوسه.
۲۰- تیریدونکی او انعطاف پذیره اوسه.
۲۱- روښانه فکره اوسه.
۲۲- له ساده خوشحالیو او خوښيو خوند واخله.
۲۳- تل شکر ګذاره او مننه کوونکی اوسه.
۲۴- تل د پرمختګ فکر کوه، خو نه د بشپړوالی او خودخواه.
۲۵- کله چې کارونه ښه مخته نه ځي، په دې پوه شه چې هر څه به تیر او کامیاب شي.
۲۶- پوه شه! څه چې درسره وشول، دا هیڅ خبره نه ده، خو هغه څه درک کړه چې مهم وي.
۲۷- د ژوند لپاره زده کړه وکړه او له هرې لحظې خوند واخله.
۲۸- منظم تمرین او ورزش کوه.
۲۹- کافي او بشپړ خوب کوه.
۳۰- مناسب او سالم خوراک کوه.
۳۱- له ښو خبرو اترو خوند او مزه اخله.
۳۲- یو ډول ذوق حتمي ولرۍ. د مینې او علاقې کارونه هم کوئ، لکه کرکټ…
۳۳- د ساعت تیرۍ یا ګپ شپ لره هم وخت ورکوه، خو مناسبه ساتیري.
۳۴- اعتدال او منځلاریتوب ته ډیر پام کوه، منځلاری اوسه.
۳۵- ځیني هنرونه او فنونه یاد کړه.
۳۶- هڅوونکي شیان او مواد ولوله.
۳۷- له نورو سره مرسته او کومک وکړه.
۳۸- عقیده او ایمان ولره.
۳۹- څرنګه چې ریچارډ کارلسن پوه ویلي: (په بې ځایه کارونو مو خوله مه تویوئ.“
۴۰- پرته له کوم سببه موسکی اوسئ. تل خندنی او موسکا کې اوسئ.
۴۱- تل په طبعي ډول جوړ او خوندور اوسئ.
۴۲- له خپل ځان سره مینه وکړئ.
۴۳- ښه او مناسب موزیک واورئ.
۴۴- ټلویزیون یا سکرین کتلو ته لږ وخت ورکړئ.
۴۵- تل غوره انتخاب کوئ او ځانته غوره والی ورکوئ.
۴۶- په ځان مو پام کوئ. په احتیاط مخته ځئ، ځان سره ظلم مه کوئ.
۴۷- تل پام لرونکی اوسئ، له بې پروايۍ ځان وساتئ.
۴۸- لکه څرنګه چې بیسي اندرسن د بریالیتوب په اړه په یوه بیت کې لیکي: (ښه واوسئ، ډیر مینه ناک اوسئ او تل مسکي اوسئ.)
۴۹- له اوسه نه خوښ اوسئ، خوښي مو په څه شي پورې یې مه مشروطوئ، یا په نورو کارونو پسې یې مه تړئ.
۵۰- خپلې خوشحالیانې او خوښیانې له نورو سره شریکئ کړئ.
یادونه: په بشپړه پاملرنې سره ما دا لیست عملي کړی، زما له خیاله هم لوړه مثبته پایله یې راکړې او ما ته یې خوښي یې رابخښلې، راځئ له ننه یې پيل کړئ.