د خاوند او خوښ ژوند لپاره د یوې ښې میرمنې ۶ ځانګړنې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
هرڅوک ښه ښځه غواړي، او هر ښځه هم غواړي چې ژوند کې سیاله یا رقیبه ونلري. یوه سپارښتنه چې ډیری وخت نوې ناوې ته کیږي، هغه د خپل خاوند لپاره د یوې ښې ښځیتوب ده.
ښځې ته په کار ده چې ډیری ښه خویونه له نور زده کړي. واده یوه داسې اړیکه ده چې ساتل یې اسانه نه دي.
نن ورځ، بې شمیره ودونه په جلاوالي سره پای ته رسیږي، نو ځکه دې پوهیدل ډير اړین دي چې څنګه یو کامیابه ګډ ژوند ولرئ.
یوه ښځه په واقعیت کې د هر واده روح دی کور او ژوند بې له ښځې غیرې منظم دی. د ښې ښځې په دلته معلومات ترلاسه کولای شئ:
۱- ښه ښځه کور پاک ساتي
د کور پاک چاپیریال په ژوند او صحت اغیزه لري. ښځې ته په کار ده خپل کور داسې منظم کړي چې د خاوند یې د یو سوله ییز هستوګنځي فکر وکړي. په دې سره به خپله ښځه هم خوشحاله وي او دې ته به کومه اړتیا نه وي چې ستونزه راپیدا شي.
۲- ښه ښځه مینه ناک وي
د مینې پټول ستاسو په اړیکه کې مرسته نه کوي. که تاسو خپل خاوند ته خپله مینه څرګند کړئ، هغه به ستاسې قدر او ستاینه وکړي. نو غوره ده چې له خپل خاوند سره له زړه مینه وکړئ او همداسې باید خاوندان هم وکړي.
۳- ښه ښځه صادقه وي
یو سړی یوازې هغه وخت په یوه ښځه باور کوي چې په رېښتینې توګه له هغه سره صادقه اوسي. په خاوند مو باور وکړئ له هغه څخه کوم راز پټ مه ساتئ. ستاسو اخلاص مو خاوند تل دې ته هڅوي چې تاسو سره صادق و اوسي. په دې ډول، ستاسو اړیکه او ژوند به پیاوړی شي.
۴- ښه ښځه مثبت فکر لري
د دې لپاره چې یوه ښه میرمنه اوسئ، باید مثبت خصوصیات ولرئ. ښه ښځه تل مهربانه، با احساسه او د خاوند ملاتړ کوونکې وي. کور ته په مسکا سره، هغه ته ښه راغلاست ووایي، دا کار د یوې ستړې ورځې وروسته خاوند ته آرام ورکوي او یو ډول ډاډ و خوښي ور په برخه کیږي.
۵- ښه ښځه د خاوند ښه ملګرې وي
غوره واده هغه دی چې ښځه او خاوند د یو بل ترټولو ښه ملګري وي. له دې نه بل هیڅ څه غوره نشته چې په ګډ ژوند یو د بل ښه او مینه ناک ملګري اوسئ.
۶- ښه ښځه با احترامه وي
په هره اړیکه کې متقابل درناوی مهم دی. که غواړئ چې تاسو ته احترام وشي، نو باید د خپل خاوند درناوی وکړئ.
په پای کې یادونه کوم چې د خاوند لپاره ښه ښځه کیدل، سخته نه ده، په ځانګړي توګه کله چې تاسو پوهیږئ هغه څه ته اړتیا لري.
ملاتړ، پایښت، مهرباني او مینه دا ځینې شیان دي چې تاسو باید د یوې ښځې په توګه خپل خاوند ته ورکړئ. کله چې تاسو په دې کارونو کې بریاليتوب تر لاسه کړ، نو ژوند به مو ښکلی وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.