ارشاد رغاند
ولسمشرغني تر اوږدو مشورو وروسته اعلان وکړ، چې حکومت یې له وسله والو طالبانو سره د عرفې له ورځې تر راتلونکي میلاد النبي(ص) پورې اوربند کوي او که طالبان حاضر شول دا موده به لا پسې وغځول شي .
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا د اوربند د اعلان په تفصیلي جزیاتو کې په ډاګه کړه، چې دا اوربند یو اړخیز نه؛ بلکې دوه اړخیز دی .
د هغه په وینا که وسله والو طالبانو په رسمي ډول له خپله اړخه له افغان حکومت سره اوربند اعلان نه کړ، افغان ځواکونه به د تېرپه شان د هغوی خلاف عملیاتو ته دوام ورکړي .
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د عرفې ورځې ترپایه په رسمي ډول د اوربند اعلان نه دی کړی .رویټرز خبري اژانس د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي، طالب مشر مولوي هبت الله اخوند د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز رد کړي. دې طالب قوماندان زیاته کړې چې تیر اختر کې شوی اوربند د امریکايي ځواکونو په ګټه تمام شو، نو ځکه دوی چمتو نه دي چې بیا اوربند وکړي.
ځینو سرچینو د هلمند لپاره د دې ډلې د والي ملاعبدالمنان په حواله ویلي، چې دا ډله د لوی اختر په ورځو کې اوربند ته چمتو شوې ده .
د ملا منان په حواله زیاته شوې، چې د تېر اختر د اوربند په توپیر دا ځل د دوی جنګیالي له دولتي چارواکو او نورو خلکو سره د لیدنو کتنو حق نه لري؛ بلکې یوازې له خپلو کورنیو سره لیدلای شي .
د حکومت پرځای ګام
سره له دې، چې حکومت په تېرکوچني اختر کې د سولې پروړاندې د یوه ډېر تاریخي مثبت قدم په توګه د اوربند له اعلان سره سولې ته خپل جدي تعهد او حسن نیت څرګند کړ، خو د وسله والو طالبانو ځینو مدافعینو او پلویانو هغه حسن نیت ته د کمزورۍ په سترګه وکتل .
دوی ادعا لرله، چې حکومت د جګړې په میدان کې د ماتې له کبله اوربند منلی .
دا ځل د وسله والو طالبانو لخوا د دوه اړخیز اوربند د هوکړې له اعلان سره د اوربند مشروطول په دې ښه شول، چې د تېر په شان طالب پلوه تخریب کاران به د اوربند له اعلان څخه د کمزورۍ او شکست تعبیر ونه کړای شي .
همدا شان افغان ځواکونه به د اوربند د امر مراعتولو ترڅنګ د تیارسئ په حالت کې وي او که په کومه سیمه کې وسله وال د برید او بد امنۍ هڅه کوي، د عاجل ځواب صلاحیت او قومانده به یې ولري .
ماتې ځپلې خاموشي
د وسله والو طالبانو له لورې د اوربند د اعلان په اړه خاموشي څرګندوي، چې دغه ډله په اوربند کې خپله ماتې لیدلې او د لا نورې ماتې وېره ورسره ده .
دا ګومان په دې دلیل پیاوړی کیږي، چې د تېرکوچني اختر د اوربند پرمهال په ډېرو سیمو کې زرګونه وسله والو طالبانو د دې باوجود، چې قومندانانو یې ښارونو ته د ورتلو او له ملي سرتېرو او چارواکو سره د ناستې مخالف ول، دوی ښارونو ته راغلل او له یادو لوریو سره یې په ګډه اختر ونمانځه .
دغو جنګیالیو په مختلفو رسنیزو مرکو کې پر اوربند خوښي ښودله او د جګړې له دوامه یې خوابدي څرګندوله .
ویل کیږي، چې د اوربند له پای ته رسیدو سره یوه لویه برخه دغه جنګیالي بیرته د جګړې کرښو ته ستانه نه شول او په ښارونو کې له خپلو کورنیو او دوستانو سره د عادي او سوله ییز ژوند په هیله ایسار شول .
دویم ځلي اوربند ته د وسله والو طالبانو د مشرانو نه حاضریدل هم په ډېر ګومان د تېرې تجربې د بیا تکرار له وېرې سرچینه اخلي .
سربېره پردې د وسله والو طالبانو له لورې پر غزني او یو شمېر نورو سیمو خورا خوابدونکو پېښو هم ممکن د اوربند په اړه دا ډله وېرولې وې، چې کیدای شي له بد ولسي غبرګون سره مخ شي .
وروستیو پېښو د طالبانو او سولې په اړه ولسي لېوالتیا د پام وړ حده پورې ځپلې او د دوی په اړه یې عقده زیاته کړې .
د وسله والو طالبانو مشران ممکن په دې هم وډار شي، چې که دا ځل بیا د دوی جنګیالي په عامه سیمو کې را څرګند شي، د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنۍ به یې جنګیالي روغ پرې نه ږدي .
په هرحال؛ که وسله وال طالبان په هر دلیل د اوربند له تکراره ډډه کوي، تېروتي، په تاوان یې تماتمیږي او لا نور څرګندیږي چې دا ډله جنګ خوښې، په وژنو او ورانونو د تل لپاره مېنه او په تمامه مانا مردوده ده .
د وسله والو طالبانو رهبرۍ ته ښایي، چې د اوربند د اعلان په برخه کې ځنډ ونه کړي؛ ځکه دا ځنډ یې نور هم له ملت سره د تقابل او فاصلې اخیستو په مانا ده .
په دې دلیل، چې سوله د ملت غوښتنه ده، حکومت ورته لازم چمتووالی ښودلی او دا وسله وال طالبان دي، چې ځان ترې غړوی او د ملت غوښتنه نېمګړې پرېږدي !