د محمدزمان سهیل لیکنه
که څه هم افغان ولس لسېزي د سولې په آرمان تیرې کړي، خو آرمان یې ونه رژید. تیر او اوسني حکومتونو د سولې لپاره ګڼې هڅي وکړي او ښایي په ځینو مواردو کې یې پایلې ورکړي وي، اما هغسې نه، څه ډول چې د ولس هیلې وي او څومره چې مصارف پري وشول.
په اوس وخت کې د حزب اسلامې له آمیر ګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې تړون ښه اقدام و او داسې ویل کېده، چې حکمتیار په راتګ سره د ده نفوذي طالبان هم سوله وکړي، نسبې امنیت به راشي. مګر له بده بخته کومه خاصه نتېحه پري مرتب نه شوه، په هر حال پر دې بحث نه کوو، راځو دې ته چې د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره په اوایلو کې د سولې موقت یو طرفه اوربند څه پایلې ولرلي؟
د افغان حکومت د موقت اوربند اقدام او اراده نېکه وه او د ولس هیله همدا وه، چې حد اقل یوه ورځ خو د سولې مزه څکي. له ښه مرغه طالبانو هم د وړوکي اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او دا هغه چاره وه، چې ولس یې لا هیله من کړ. د اوربند اغیزي هم پر حکومت، هم پر طالبانو او لا ډیري په ولس وې.
ځواکونو هغو ته غاړې ورکړي، چې کلونه یې پر وړاندې سنګر ګرم او د ټوپک شپېلۍ تودې ساتلې. طالبانو هم په مرکزي ښارونو کې د خپل بېرغ را ځړولو آرمان پوره کړ. بل لور ته د همدې اوربند لوړه بیه بیا د ننګرهار ولس هم پرې کړه، چې په ننګرهار کې یې وینې تويې شوي، خو بیا هم ولس ومنله چې دا چاره یې د سولې له مسیره نه شي را ګرځولی. مهمه خبره دا وه، چې تیر اوربند د طالبانو سخت درېځ نرم نه کړ، آن د ښارونو په منځ کې یې له مطبوعاتو سره په خبرو کې سخت درېځي و ښودله.
له اوربند نه وړاندې لوی ښارونه او څه نا څه امن ول، خو تري را وروسته یې وضعیت ښه نه دی او لامل یې دا دی، چې طالبانو له اوربند نه په استفادې په ښارونو کې بې ساری نفوذ پېدا کړ او لا ورسره ورسره، د طالبانو په نوم نور د حکومت مخالف ګروپونه هم ښارونو ته را داخل شول، لکه ننګرهار کې پرله پسې بریدونه، چې ښکاره داعش ډله یې مسؤلیت مني هم، دا د اوربند لوی زیان دی چې اوس د ننګرهار امنیت د وخامت له وجهي اردو ځواکونو ته سپارل شوی. په ځینو نورو ولایتونو کې هم وضعیت ډیر ښه نه دی. ښایي طالبان به ډیر د دې نا امنۍ غاړه نه وړي، خو له نوم یې په استفادې نورې ډلې وي.
طالبانو د اوربند په پای او وروستیو شېبو سره په لغمان، بادغیس، غزني او یوشمیر نورو ولایاتو کې، پر افغان پوستو بریدونه پیل کړل او د دې ډلې ویاند په اعلامیو کې ښکاره لېکل، چې اوربند یې د حکومت له اوربند سره په تفاهم نه دی کړی، بلکې د ولس خاطر یې کړی، چې له همدې درېځ ښه معلومېدای شي.
په اوربند کې نا سم مدیریت او بې باوري دا وشوه، چې امنیتې ځواکونه د طالبانو سنګرونو ته تر ډیره ور نه غلل او پرځای هغوی د امنیتې ځواکونو له پوستو لېدنې وکړي، چې نظامې اسرار شکاره شول، دا تر ټولو لویه تیروتنه وه.
اوس تازه تازه د لوی اختر په را رسېدو سره هم د دا ډول اوربند خبره افغان حکومتې مشران کوي، خو طالبانو بیا تر اوسه خاص څه نه دي ویلي.
ولس به یې بیا هم ښه وګڼي، مګر که په لوړه کچه تفاهم ونه شي، نو بیا هم دا اوربند پورته زیانونه لرلی شي. اوربند دې وشي، خو د تیر ځل په څیر دې نه وي، ځکه افغانستان کې د حکومت مخالفې ډلې تر ټولو ډیرې دي او دا ډول اوربندونه هغوی د ځان لپاره فرصت ګڼئ، نو باید ډیر احتیاط وشي.
که په لویه کچه خبره وکړو نو ښایي اوربند ته هیڅ اړتیا هم نه وي، ځکه اوس نور داسې ښکاري چې امریکا طالبان نه غواړې او وختې چې هغوی یې نه غواړي، نو د دې سیریال خاتمې ته لاس پکاریږي.
نو دا واقعیت دی، چې امریکا د طالبانو په واسطه د کلونو غزولی سیریال پای ته رسوي او هغه ځکه، چې نور یې د دې ډلې په شتون کې اهداف نه ترلاسه کېږي، لامل یې ښايي طالبانو ته د روسي د لاس غزیدل او نفوذ وي.
په همدې اساس که قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه ویل کېږي او که دلته د موقت اوربند مسئله وه او لا که په راتلوونکې د نسبي اوږدمهاله اوربند خبره کېږي، دا ټولې هسې بهانې دي او په اصل کې امریکا نور طالبان نه غواړې، نو ځکه خو یې له صحنې وباسي او پر ځای یې د یوه بل سیریال، چې له وړاندې یې پیل کړی د تقویې هڅه کې ده.
که داسې نه وي، نو د افغان سولې عالي شورا دا کلونه ګذاف مصارف وکړل، خو پایله یې ور نه کړه. نو پایله دا چې امریکا یې غواړې کوي یې او چې نه یې غواړې له منځه یې وړي نظر د خپلو ګټو د تامین په اساس.