
په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه لوبډله سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ بیرته را بیداره شوه او مقابله جنوبي افریقا لوبډله یې د خپلو ۲۸۷ منډو جوړولو وروسته یوازې په ۱۲۶ منډو را ایساره کړه.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ په لمړۍ سیالۍ سره دوه ورځې وړاندې د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې ده، چې پکې سریلنکا لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ټولې ۲۸۷ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبډله هم په خپل پلان کې ناکامه شوه.
د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د جنوبي افریقا لوبډله د فاف ډوپلیسیس د ۴۹ منډو سره سره په ۱۲۶ منډو راټوله شوه او په سیالۍ کې د ۱۶۰ منډو په توپیر وروسته پاتې شوه.
د سریلنکا لپاره په توپ اچونه کې د دلرویرا پریرا لخوا د افریقا د ۴ لوبغاړو په سوځولو دغه لوبډله را ایساره شوه.
د لمړۍ ټیسټ لوبې د دویمې ورځې په پای ته رسیدو سره کوربه سریلنکا لوبډلې په خپلې دویمې توپ وهنې کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۱ نورې منډې جوړې کړې دي او لا یې هم توپ وهنه دریمې ورځ ته دوام لري.