
د ترکیې په یوه هوټل کې د اورپېښې له کبله د مړو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی دی. د کورنیوچارو وزیر علي یرلیکایا تېره شپه ناوخته وویل چې د ګرنډ کارټال په نوم هوټل د اور د لګېدو په پېښه کې د ۵۲ کسانو مړي تراوسه پېژندل شوي دي. د هغه په وینا د پېښې پرمهال ۲۳۸ تنه مسافر په هوټل کې وو. ګرنډ کارټال د ترکیې د شمال لویدیځ بولو ولایت د کارتالیکایا سیمې د سکي په مهمه تفريحي ساحه کې دی. د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي چې د ۵۱ ټپیانو له ډلې د لږترلږه یوه وضعیت نازک دی او ۱۷ تنه نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي. د دې اورپېښې علت تراوسه نه دی معلوم شوی.