د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د ترکیې هېواد د سیل او چکر لپاره خورا ښکلي او زړه راښکونکي ځایونه لري. چې دغه لس یې خورا مشهور دي:
۱- ایا صوفیه (Aya Sofya)
1 ایا صوفیه د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
ایا صوفیه په استانبول کې هغه ښکلې ماڼۍ ده چې قدامت او مخینه یې ان د شرقي روم امپراتورۍ ته ور ګرځي. دغه ماڼۍ د امپراتور جاسیننین په امر جوړه شوې ده، چې په اصل کې د هغه وخت کلیسا وه. خو کله چې عثمانیانو پر دغه ښار غلبه وکړه، دغه ماڼۍ یې پر جومات بدله کړه او منارې یې ور زیاتې کړې.
۲- د کاباک خلیج (Kabak Bay)
د کاباک خلیج2 د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
د کاباک خلیک په موغله ولایت کې د فتحیه ښار ته نیږدې موقعیت لري. که ددې ډول سیمو لیدل مو خوښېږي، نو کله چې ترکیې ته ولاړئ ارو مرو یې وګورئ. ددغه سیمې لیدو ته په کال کې زرګونه سیلانیان ورځي او لیدنه ترې کوي.
۳- اِفِسوس (Ephesus)
افسوس3 د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
د افسوس تاریخي ښار د سلجوک (د ازمیر د تاریخي ښارونو) په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دا په ترکیه کې د روم د امپراتورۍ یوه مشهوره سیمه ده. دغه ښار یو وخت ددې هېواد تر ټولو مشهوره سوداګریزه سیمه وه. که څه هم د دې ښار ډېری برخې اوس نړېدلې دي، خو بیا په کلني ډول زرګونه کسان ترې لیدنه کوي او سیل ته یې ورځي.
۴- اولودِنیز (Oludeniz)
4 اولودِنیز د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
د اولودنیز توریستي کلی د موغله ولایت په جنوب ختیځه سیمه کې موقعیت لري او له فتحیه څخه یوازې ۱۵ کیلو متره واټن لري. دغه سیمه ډېرې لوړې ژورې او ښکلې منظرې لري، چې خلک یې د پاراگلایدر په وسیله له سیل څخه پوره خوند اخیستی شي.
۵- د بټرفلاۍ یا پروانې دره (Butterfly Valley)
5 دره فروانه د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
د بټرفلاۍ یا پروانې دره د ترکیې په جنوب لوېدیځ کې د فتحیه په ښار کې ده. ښکلي طبعیت او کریسټالي اوبو دې سیمې ته ځانګړی خوند او رنګ ورکړی دی، چې په لیدلو یې انسان یو ډول د خوشالۍ او ارامۍاحساس کوي. کولی شې له دې ساحل څخه د کوچنیو کیښتیو په وسیله لیدنه وکړئ.
۶- کاپادوکیا (Cappadocia)
کاپادوکیا6 د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
دغه سیمه ډېره پخوا د ځینو لویو اتش فشانونو د رامنځ ته کېدو له کبله منځ ته راغلې ده. دغه ګاګرې لرونکې سیمه ډېر په زړه پورې جوړښت لري، چې د نړۍ ګڼ شمېر خلک یې لیدو کاتو ته ورځي. کاپادوکیا د بیزانس په دوره کې د مسحیانو اصلي مرکز و، چې د کلیسا و په ګډون په کې ګڼې نورې نښې نیښانې په کې تر سترګو کېږي.
۷-د توپکاپي ماڼۍ (Topkapi Palace)
7 کاخ توپکاپي د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
د کا توپکاپي ماڼۍ د عثماني پاچاهانو د مجلل ژوند ښکارندویي کوي. دوی له همدې ځایه خپلې امپراتورۍ ته تر اروپا، منځنۍ اسیا او افریقا پورې پراختیا ورکړه. د ماڼۍ په دننه کې کارول شوي کاشیان د هغه وخت د پرمختګ نښه ده چې د هېرولو نه ده. دغه سیمه اوس د ټولو سیلانیانو پر مخ پرانیستې ده، چې کولی شي په پوره ډاډ سره یې له هرې برخې لیدنه وکړي او له ښایست څخه یې خوند واخلي. د کاتوپکاپي ماڼۍ د ترکیې هېواد لپاره د عوایدو په یوه غوره سرچینه بدله شوې ده.
۸- پاموک‌کاله (Pamukkale)
8 پاموک کاله د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
پاموک کاله په ترکي ژبه کې د پنبې کلا ته وایي. دغه سیمه د ترکیې تر ټولو مشهوره عجیبه او طبیعي سمه ده، چې ټول خلک یې د دوی په ژبه د سپینو حوضونو په نوم پېژني. دغه ډبرې سلګونه کلونه وړاندې د اهکي رسوباتو په پایله کې جوړې شې دي او ډېر په زړه پورې جوړښت لري. ددې سیمې معدني اوبه په همدې ډنډونو ته ورته ځایونو کې ځای پر ځای کېږي، چې یوه ځانګړې ښکلا رامنځ ته کوي.
۹- صومعه سوملا (Sumela Monastery)
9 صومعه ی سوملا د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
صومعه سوملا د ترکیې په شمال ختیځه سیمه کې د سیل او ساعتېرۍ لپاره یوه په زړه پورې سیمه ده چې د پونتیک د غرونو پر سر د ترابزون ښار ته نیږدې موقعیت لري. دغه وادنۍ د غرونو او بېرکو په منځ کې د ۱۲۰۰ متره په لوړوالي سره جوړه شوې ده چې ډېره پخوانۍ مخینه لري. اوس یوازې کولی شئ ددې ودانۍ په خونو کې وګرځئ تر څو د پخوانیو خلکو ژوند په کې تصور کړئ.
۱۰- د نمرود غر (Mount Nemrut)
10 کوه نمرود د ترکیې لس تاریخي ځایونه چې په سیاحت او لیدو ارزي
د نمرود غر د ترکیې په جنوب ختیځه سیمه کې د نړۍ اتم عجیب ځای بلل کېږي. او د لویو مجسمو په درلودلو سره نړیوال شهرت لري. داسې ویل کېږي چې د پخواني پاچا انتیوخوش قبر هم په همدې ځای کې دی او د پخوانیو یونانیانو خدای چې دوی به یې عبادت کاوه او لوی لوی جسدونه یې درلودل په همدې ځایو کې خښ شوي دي. لرغون پېژندونکي دې سیمې ته ځانګړې پاملرنه کوي.