د محمد عاطف لیکنه
تمه ده چې نن د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم کابل ته راشي ترکان ولې غواړي له افغانستان سره اړیکې ولري؟
د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د ترکیې په ګډون له ټولو هېوادونو ښې غښتلې او ټینګې اړیکې پاللي خو له بده مرغه د نورو هېوادونو نیت افغانستان ته خراب او یارانه يې پیکه وه.
ترکیه که څه هم ادعا کوي چې له افغانستان سره یارانه بې له کومه مقصده ده او یوازې دا چې افغانان مسلمانان دي نو دوی د انساني خواخوږۍ له مخې غواړي ورسره مرسته وکړي، خو کیسه داسې نه ده او باید نه هم وي ځکه په نړیوالو اړیکو کې او په خاصه توګه د دولتونو ترمنځ اړیکې او تعامل تل په ګټو ولاړې وي.
لکه څنګه چې ټول له تاریخه خبر یاست، عثماني امپراتورۍ تقریبا په ټولنۍ نړۍ خپل راج چلولی چې ددغه امپراتورۍ مرکز په اوسنۍ ترکیه او چلوونکي یې ترکان وه.
د قدرت نشه بده وي او په اسانۍ د انسان له مغز څخه نه پاکیږي نو بنا ترکان اوس هم په دې هڅه کې دي چې خپله امپراتوري بیا راژوندۍ کړي او یا حد اقل په سیمه کې ځان په داسې قدرت بدل کړي چې که د نړۍ نه نو د اسلامي هېوادونو د مهمو مسلو په اړه هو او نه یې د نورو برخلیک وربدل کړي.
دا خبره بیخې په زبات رسیدلې چې افغانستان د نړۍ د بام حیثت لري او اکثره یرغلونه چې هم پرې شوي د همدې لپاره و چې له دغه ځایه پر نورو خپله سلطه وچلوي خو له بده مرغه د کشمکشونو اصلي قربانۍ بیا افغانانو ورکړي. په هرحال رابه شم اصلي موضوع ته ترکان غواړي چې له افغانانو سره په نږدې کېدو دوه موخې تعقیب کړي.
لومړی دا چې د سیمې په مهمو مسایلو او په خاصه توګه د نړۍ د سترو قدرتونو پر وړاندې چې امریکا او ځینې نور سیمه يیز هېوادونه دي او په افغانستان فعال حضور لري خپله دریځ او خبره ولري او په هر ډول تعامل کې شریک وي او بله مسئله دا چې په افغانستان کې د ترکانو او ازبکانو له لږه کیو څخه ځان یوازینې مدافع وښيي ترڅو د هغو لخوا ګټې دلته خوندي وي.
په هرحال افغان سیاسیونو ته په کار ده چې د هېواد ملي ګټې د نورو هېوادونو له ګټو سره وپیې او دلته د تقابل پرځای د ټولو هېوادونو د ګډو ګټو مشترک ټکي ومومي که څه هم دا مسلئه په ویلو کې اسانه او په عمل کې به سخته وي خو زما په باور له اوسني کړکېچه د افغانستان د وتلو یوازینې لار همدا کیدای شي.
درنښت