سره له دې چې مرچ ډېر تراخه دي، خو د خپل تريخوالي سره سره ګڼې ګټې هم لري.
او که تاسو یې هم د ګټو خبر شوئ، نو د دومره تریخوالي سره سره به یې هم خوړلو ته نه ونه وایاست:
1) شین تازه مرچ ارامه کوونکي ترکاري: د مرچ خوړل سره له دې چې د خولې د ترخیدو او سوځېدو سبب کیږي، خو قوي ارامه کوونکي ترکاري ده او په وجود کې دردونه کموي، هغوی چې له دردونو شکایت لري په خپلو خوړو کې دې د مرچو کارول زیات کړي.
2) شین مرچ د بکتریاو ضد خاصیت لري: د اسهال د ناروغۍ څخه مخنیوی کوي، شین مرچ اشتها راوړونکې ترکاري ده.
3) شین مرچ د سرطان ضد خاصیت لري: د سرطان ناروغۍ څخه د ژغورنې سبب کیږي.
4) شنه مرچ د ویټامین سي درلودونکي دي، خو په سیوري او سوړ ځای کې یې وساتئ، ځکه که ګرم ځاي کې وساتل شي خپل ویټامین سي له لاسه ورکوي.
5) شین مرچ د درد کموالي او د اوسپنې ښه زیرمه ده: هغوی چې د اوسپنې له کمښت سر مخ دي، نو له مرچو څخه دې په خپلو خوړو کې زیات کارواخلي.
6) شین مرچ د ویني کلسترول کموي او د وینې فشار ټیټوي، د زړه د ناروغۍ لرونکو کسانو ته ګټه کوي.
7) شین مرچ د ویني د پاکوالي سبب هم ګرځي.
8) مرچ د خوړو له ژر هضم سره مرسته کوي او د وزن د کیدو سبب کیږي.
یادونه: هغوی چې الرژې یا حساسیت لري، نو د مرچو له خوړولو څخه دې ډډه وکړي او ماشومان هم باید مرچ ونخوري.
همدارنګه حامله مېرمنې او شیدي ورکوونکې میرمنې دې د مرچو له خوړولو ډډه وکړي.