د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې افغان ښځینه کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ ښځینه لوبډله په اسټرلیا کې

د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې افغان ښځینه کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبډلې د شل اوریزې لوبې په لړ کې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.

سیالې لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹م اور کې هدف پوره کړ او د دوو منډو په توپیر یې افغان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

شازیه ځاځي د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې ۴۳ منډې وکړې.

د لوبې له بایللو یوه اساسي لامل کمزوره ډګر ساتنه یاده شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو او استرلیا ته د افغان ښځینه کرکټ ټیم له تګ وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان ښځینه کرکټ لوبډله د لوبې میدان ته ښکته شوې وه.