د راشد خان ریکارډونه؛ له IPL تر بیګ باش لیګ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
راشد خان په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ژر د ۱۰۰ لوبغاړو سوځولو ريکارډ خپل کړ.
د افغانستان ځوانه لوبډله خورا مخ پر پرمختګ روانه ده، ددغه پرمختګ لوی اړخ د ځوانو لوبغاړو وړتيا او هڅې له امله بللی شو.
کله چې په نړۍ کې د کرکيټ په برخه کې د ښې توپ اچوونې نوم اخيستل کېږي، نو حتماً به د راشد خان نوم ورسره ذکر کېږي.
راشد خان ارمان دا ارمان درلود چې په نړیوالو لېګونو کې ولوبېږي، هيواد ته برياوې راوړې او ددې غم ځپلې ملت ريښتينی نوم د ورزش په برخه کې نړۍ ته وړاندې کړې.
کله چې دا نوی ځوان نړيوال کرکيټ ته مخه کوي، شايد هيڅ چا له ده څخه ددومره پرمختګ او ځلېدلو توقع نه درلودل، خو دده وړتيا، هڅو او دده مينې د کرکيټ سره، تر نړيوالو لېګونو پورې ورساوه.
راشد خان ډېر کشر وو، خو په IPL کې د لومړني افغان په حيث په ډېر لوړ قېمت راونيول شو، کله کله به د کرکيټ ځينو نړيوالو مبصرينو او په تيره بيا پاکستانيو کرکټ پوهانو په تمسخر کې ويل چې سنرايزرحيدراباد لوبډلې قمار وواهه.

راشدخان IPL کې خپل جادو خپور کړ، د خپلې لوبډلې د بريا ډېره سلنه دده پرغاړه وه او څو ځلې د لوبو غوره لوبغاړی وشمېرل شو، چې په دې سره يې د نړيوالو پام لا زيات ځانته راواړوه.
ترهغې وروسته راشد CPL ته ولاړ، هلته يې د خپلې وړتيا په مټ په خپلې لوبډلې کې ځانګړی ځای درلود او ددې لوبو په تاريخ کي يې د لومړنې توپ اچونکي په حيث، درې پرلپسې لوبغاړې وسوځول اوهيټريک يې وکړ.
BPL کې يې د بنګلدېشانو او نورو لوبغاړو په شتون کې د يو غوره کرکټر او بامسؤليته لوبغاړي په حيث لوبې ترسره کړې، چې وروسته د اسټراليا په لوري وکوچېد.

په BBL کې د راشدخان پيل ډېرښه نه وو، خو تر دوو دریو لوبو وروسته يې بيرته خپله وړتیا ښکاره کړه او د توپوهونکو لپاره يو لوی سرخوږی جوړ شو.
راشدخان په بګ باش کې ترټولو ډېر لوبغاړي وسوځول او د نوملړ په سر کې يې ځای درلود چې حتا خپله لوبډله يې ترپايلوبې پورې ورسوله.
د افغانستان دغه بې تاجه باچا د BBL لوبو د ۲۰۱۷زکال ترټولو غوره لوبغاړی وشمېرل شو.

د پاکستان دغوره لېګ له لورې ده ته او نورو افغان لوبغاړو ډیر وړاندیزونه وشول، په داسې حال کې چې د کوټې ګلاډياټورز لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد، د راشد د ورتلو خبره کړې وه، خو راشد خان د نورو افغان لوبغاړو په څېر تر هر څه ډېر ملي ګټو ته ژمن کرکټر دی او د پاکستانيانو غوښتنو ته يې نه وويل.
راشد خان د نړيوال کرکيټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر شو او په دې سره يې د نړيوال کرکيټ د ۱۷۴ کلونو ريکارډ مات کړ.
خان د ۱۹ کلنو او ۱۶۵ ورځو په عمر وو چې د ۲۰۱۹ز کال د غواروې سياليو په لومړۍ لوبه کې يې د سکاټلنډ په وړاندې د افغان کرکيټ ملې لوبډلې لوبډلمشري وکړه.

په داسې حال کې چې دا ريکارډ د بنګلدېشي کرکيټر راجين صالح سره وو، هغه د ۲۰ کلونو او ۲۹۷ ورځو په عمر وو چې د ۲۰۰۴ز کال په چمپينزټراپي کې لوبډلمشر وو.
د اسټراليا تېز توپ اچوونکي ميچل سټارک هغه ريکارډ چې په ۵۲ لوبو کې يې ۱۰۰ لوبغاړې سوځولې وه، راشد خان يوازې په ۴۴ لوبو کې دغه ريکارډ مات کړ او د ۲۰۱۹ز کال پنځوس اووريز نړيوال جام ته د غوراوي په پايلوبه کې د ويسټ انډېز په وړاندې د شای هوپ په LBW سره دغه ريکارډ په خپل نوم کړ.
راشد خان د ۲۰ اووريزو په ۲۹ لوبو کې ۴۷ لوبغاړې سوځولې دې.
راشد خان ارمان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ډېر لوی حيثيت او ځای لري، ددغه ځوان توپ اچوونکي په شتون کې افغانستان د ۲۰۱۹ز کال د نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو کپ، ويسټ انډېز ته په ماتې ورکولو سره په خپل نوم کړ.