ليکنه: مدثر دعوت
د بنګلديش او پاکستان د ښځينو يو ورځنی سيريز په يو يو مساوي پايته ورسيدی.
د سيريز لومړۍ لوبه پاکستان ګټلې وه خو دويمه لوبه بنګلديش د يوې منډي په توپير وګټله.
د دويمي يو ورځنۍ لوبي پچه پاکستان وګټله او په پوره ۵۰ اوورونو کي يې ۲۱۱ منډي هدف وټاکی.
د پاکستان لپاره ناهيدې خان ۶۳، بيسما معروف ۳۴ او عاليې رياض ۳۶ منډي وکړې.
د بنګلديش لپاره رومانا احمد ۳، سلما خاتون ۲ او پنا ګوش يوه ويکټه ترلاسه کړه.
بنګلديشۍ لوبډلي د ۲۱۱ منډو هدف په تعقيب ښه پيل وکړ.
مرشيدا خاتون ۴۴، شارمين سلطانا ۲۷، فرجانا حق ۶۷ او رومانا احمد ۳۱ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره ډيانابيګ،ثنا مير او نشرا سيندو يوه يوه ويکيټي ترلاسه کړې همدارنګه سعيدې عرب شاه او بيسما معروف دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
بنګلديش د وروستي اوور په پنځم توپ هدف ته د ۹ ويکټو په سوځيدو ځان ورسوی.
بنګلديش لوبه په يوې ويکټي وګټله او يوازي يو توپ پاته سو.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه فرجانې حق ته ورکړل سوه.
د پاکستان او بنګديش ترمنځ د ۲ يو ورځنيو لوبو لړۍ مساوي پايته ورسيده،چي لومړۍ لوبه پاکستان د ۲۹ منډو په توپير ګټلې وه.
تر دې سيريز وړاندي پاکستان د بنګلديش څخه د ۳ شل اووريزو لوبو د لړۍ ټولي لوبي وګټلې.
د بنګلديش او پاکستان ترمنځ ټولي لوبي د لاهور په قذافي لوبغالي کي ترسره سوې.