ژباړه او راټولونه
زدهکړه د بریا کلي/ کونجي ده خو ستونزه په کې شته او وخت هم نیسي، یوازې ټنبل انسانان زدهکړې ته ارزښت نه ورکوي.
نن ورځ نه یوازې په ډېر فکر سره باید هر کار ترسره کړو، بلکې سخت کار هم وکړو ترڅو بریا او شتمنۍ ته ورسېږو.
د کلمو ارزښت په ژوند کې ډېر اړین دي. ښې کلمې، ښه فکرونه رامنځته کوي.
هغه کسان چې بریالي دي تل د ستونزو د حلولو په هکله فکر کوي، خو منځنۍ ډلې وګړي، هغه چا په اړه فکر کوي، کوم چې ستونزه یې رامنځته کړې.
هدف درلودل د هدف ټاکلو څخه توپیر لري. د موخې لیکل ډېر ارزښت لري، هغه کسان چې خپلې موخې لري او د مکتوب په بڼه لیکلي وي، لس چنده تر نورو وګورو بریالي وي.
بریا د هغه وګړو په برخه ده چې اوږدمهاله فکر لري، د منځنۍ ډلې وګړي لنډمهاله فکر لري او د هر څه په هکله سطحي فکر کوي.
بریالي وګړي سخت او لوی کارونه ترسره کوي، خو منځنۍ ډلي وګړي، د هوسا او معمولي کارونو پسې وي او ترسره کوي یې.
زموږ څخه هر یو باید ۲۰ کلنه نقشه ولرو او د دې پر ځای چې خپل اقتصادي ستونزو په اړه فکر وکړو، د خپلو موخو په هکله فکر وکړو چې څنګه ورته ورسېږو.
هغه کسان چې مالي مهارتونه لري بریالي کېږي. تاسو باید هره ورځ دوه ساعته د اقتصاد او سرمایې په هکله مطالعه وکړئ.
هغه وګړي چې بریالي دي د هغه لامل دا دی چې پشت کار لري او هېڅکله له خپلو موخو څخه شاته نه ځي ترڅو چې ورته ونه رسېږي.
زموږ اعتماد پر نفس دومره لوړ وي ترڅو هېڅ هم ونشي کولای زموږ مخه ونیسي.
دېته اندېښنه مه کوئ چې څوک نه درته ووایي، نه یانې پیسې. کوم کسان چې ډېر نه اوري هغومره هو هم اوري.
کله چې محصولات چاته ښکاره یا وړاندې کوئ، باید پر ځان او محصولاتو باور ولرئ، که په دې باور یاست چې محصولات مو ډېر ښه دي، نو حتما هغه پلورل کېږي.
د نن ورځ تاکنې، ستاسو د سبا ورځې کیفیت ټاکي، تېر وخت پرېږدئ او د سبا ورځې د جوړولو په هکله فکر وکړئ.
هېڅکله مه وایاست چې نور ناوخته شو او وخت یې تېر شو، هېڅکله د ښو پرېکړو نیولو لپاره ناوخته نه دی.