د بریالیو کسانو چې کله څوک خوښ نه شي، داسې چلند ورسره کوي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: حمیدالله حمیدي
له هغو کسانو ځنې لرې والی، چې نه مو خوښېږي، یوه عادي خبره ده. خو ډېر کله بیا په ژوند کې ان له داسې کسانو سره هم مخ کېږو، چې اړیکه ور سره ځورونکې وي، خو مجبوره وی. کله چې له دې ډلې کسانو سره اړیکه نه شئ پرې کولی، نو اړ یاست چې پر ځینو نویو او تازه لارو فکر وکړئ.

د ( کاغذي ماشوسم کیسه- د بریا ۱۱اصله) کتاب لیکوال ډیپ پټل په خپله وېب پاڼه (Entereprenteur.com) کې هغه سپارښتنې لیکلې دي، چې بریالي کسان له هغوی سره چې نه خوښېږي څه ډول چلند کوي:
۱- دا ومنئ چې له ټولو سره نه شی جوړېدای
زموږ ټولو هڅه دا ده، ټول هغه کسان چې ور سره سرو کار لرو باید خوښ مو وي او را باندې ګران وي. خو یو څه چې تر لمر ښکاره خبره ده، هغه دا ده چې هر څه هم زموږ له خوښې سره سم پر مخ نه ځي. ځینې شیان او خلک باید په هماغه ډول ومنو او جوړ جاړی ور سره وکړو چې دي.
که خلک فرض کړو. کېدای شي دا خلک مو د کورنۍ غړي، د ژوند ملګری، همکاران او یا هم ګاونډیان وي. د پټل په خبره، دا باید له یاده ونه باسو چې موږ ټول ځینې عیبونه لرو. هغه کسان چې نه مو خوښېږي، باید ځان ته دا ډاډ ورکړو چې اړینه نه ده ټول خلک زموږ پر طبعیت برابر وي. دا په دې مانا نه ده چې تاسو بد خلک یاست او یا مقابل کس بد دی. دا یوه خبره هم د توجیه وړ نه ده.
د مشهور اروا پوه ډاکټر سوزان کراوس په خبره، ډېر احتمال شته چې تاسو او مقابل اړخ په خپل منځ کې تناسب ونه لرئ. مشهور لیکوال فلکسینګتون وایي(( د کړنو بېلا بېل سبکونه د اختلاف لامل کېږي))
۲- هڅه وکړئ د دې ډول کسانو مثبت اړخونو ته پام وکړئ
کراوس وایي، هڅه وکړئ د خلکو مثبتو اړخونو او بېلا بېلو کړنو ته پام وکړئ. ان هغه کسان چې نه مو خوښېږي او ستاسو په اړه منفي نظر لري مه پرې غوسه کېږئ. ځکه غوسه خپله ستاسو رواني او روغتیایي حالت ته زیان رسوي. نو خپله ارامي وساتئ او ځان داسې قانع کړئ، چې هغوی ښه وایي.
۳- هره خبره ځان ته مه کشوئ
په ډېری مواردو کې د اختلافاتو سرچینه سوءتفاهم وي. که تر منځ مو سوءتفاهم نه وي خو بیا هم مقابل کس خوند نه درکوي، هڅه وکړئ په ډېری مواردو کې ځینو مسلو ته د هغوی له لید لوري وګورئ. هڅه مه کوئ چې ډېر عکس العمل ښکاره کړئ. ځکه که داسې وکړئ مقابل کس هم عکس العمل ښکاره کوي هغه ده چې تر منځ مو شخړه راځي. هڅه وکړئ په داسې لوړه کچه عکس العمل ښکاره کړئ، چې که مقابل کس هر څومره نادان وي، ځان ته یې کش نه کړي. پر مسله تمرکز وکړئ نه پر شخص.
۴- بحث مه کوئ
ډېر کله چې خبره پر خپل ځای پرېږدئ اسانه کېږي. پر هر څه بحث د انسان د قېمتي وخت د ضایع کېدو ارزښت نه لري. له ځانه وپوښتئ، چې ایا غواړئ دې بې مانا بحث ته ننوځئ که یې پر ځای خپله انرژي پر یوه با ارزښت کار لګوئ، داسې چې بریا ته مو یو ګام نور هم نیږدې کړي.
پټل وایي، دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړئ، چې وګورئ ایا مسله دایمي ده که موقتي؟ ایا دغه موضوع د وخت په تیرېدو سره حل کېږي که نه؟ که خبره له بد بدتره کېږي، نو ښه ده چې همدا اوس یې حل کړئ. خو که خبره ناڅاپي وي نو بیا یې پرېږدئ، خپله حل کېږي.
۵- دا مو باید په یاد وي، چې د خوښۍ کلي مو له ځان سره ده، نه له نورو سره
که پر خپلو اعصابو کنټرول ولرې، خوښي او خپګان دواړه به مو په خپل لاس کې وي. اجازه باید ورنه کړو چې نور مو د خوښیو دایره محدوده کړي. که د نورو خبرې او نظر در باندې بد لګي، له ځانه وپوښتئ ولې داسې کېږي. تاسو باید پر خپلو حواسو او حساسیتونو کنټرول ولرئ. ځکه که تاسو د نورو د نظر له مخې خوشاله یا خپه شئ، پوشئ چې د حواسو کنټرول مو له نورو سره دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.