ژباړه: حمیدالله حمیدي
له شک پرته چې اېټالیا د سیل او چکر لپاره خورا جذاب او ښایسته ځایونه لري. دغه راز د اېټالیا ښارونه د خپلې تاریخي مخینې، ښکلي طبعیت او جذابو ځایونو له کبله چې د ځنځیر د کړیو په څېر یو پر بل پسې نښتې دي، نړیوال شهرت لري. نن غواړو تاسو ته د اېټالیا د مشهورو او جذابو ښارونو او دغه راز د هغو ځایونو په اړه معلومات درکړو چې د سیل او چکر لپاره خورا مناسب دي:
۱- روم
د روم ښار چې د اېټالیا پلازمېنه ده د خپلو تاریخي اثارو، زړو کلیساوو، ښکلو ابشارونو، موزیمونو او د رنسانس دورې پورې اړوند ودانیو په درلودلو سره خورا مشهور دی. نوی روم بیا هغه ښار دی چې له شور او زوږ څخه ډک دی، ښکلې سوداګریز مرکزونه، هوټلونه او رسټورانټونه لري. د روم ښار شپه او ورځ له خلکو ډک وي او تګ راتګ په کې ښه زیات دی.که روم ته ولاړئ لږ تر لږه درې ورځې په دې ښار کې پاتې شئ او هڅه وکړئ چې دنړۍ کوچني هېواد واتیکان ته هم سفر وکړئ چې د پخواني روم په زړه کې اباد شوی دی.
۲- ونیز
ونیز چې په اېټالیوي ژبه کې ورته Venezia وایي د اېټالیا په شمالي ختیځه برخه کې پروت هغه ښار دی چې د ختیځې او لوېدیځې اېټالیا تر منځ پل هم بلل کېږي. دغه ښایسته ښار د اوبو په منځ کې ودان شوی دی. ونیز د اېټالیا هغه ښار دی چې تر ټولو انتیکې ودانۍ لري او په کلني ډول ترې ګڼ شمېر سیلانیان لیدنه کوي. دغه ښار په خپل زړه کې ګڼ موزیمونه او تاریخي ودانۍ لري چې په لیدلو ارزي. تر ټولو په زړه پورې خو دا ده چې ددې ښار په منځ کې د کښتیو تګ راتګ د ښار ښکلا څو برابره کړې ده.
۳- فلورانس
فلورانس چې په اېټالیوي ژبه ورته Firenze وایي د اېټالیا هغه ښار دی چې د رنسانس دورې هنر، نجاري او معماري په کې خپل اوج ته رسېدلې وه. په فلورانس ښار کې ګڼې مجسمې ودانې شوې دي. ددې ښار بل جذابیت په دې کې دی چې د مدیچي کورنۍ ګڼ باغونه او ودانۍ په کې دي چې پېړۍ پېړۍ یې په اېټالیا کې حکومت کړی دی.
۴- مېلان
مېلان چې په اېټالیاوي ژبه کې ورته Milano وایي، د اروپا تر ټولو بډای ښار دی. میلان نن سبا د نړۍ د تر ټولو د مډرنو سوداګریزو مرکزونو، رسټروانټونو، هوټلونو په درلودلو سره د هغه ښار په نوم پېژندل کېږی چې ژوند ډېر په چټکۍ په کې روان دی او ورځ تر بلې عصري کېږي.
۵- ناپل
ناپل چې په اېټالیوي کې ورته Napoli وایي، د اېټالیا بل مشهور ښار دی. دغه ښار روم ساحل په جنوبي برخه کې موقعیت لری. که څه هم چې په دغه ښار کې ډېره بیارغونه شوې ده خو خپل پخوانی جوړښت یې لاهم ساتلی دی. دغه ښار په خپل زړه کې ګڼې تاریخي او هنري زېرمې لري.
۶- ورونا
د ورونا ښار په دوو شیانو ډېر مشهور دی. یو د( رومیو او ژولیت) د مینې په کیسه او د ورونا (Arena di Verona) په لوې نندارې. که اېټالیا ته مو سفر وکړ، ددغه هېواد په شمال کې ددې ښار لیدل مو هېر نه شي.
۷- تورین
مول آنتونلیانا د تورین ښار تر ټولو مشهور او معلوم سمبول دی چې نوم یې هم د همدې سمبول یا نښان له جوړونکي الساندرو آنتونلي څخه اخیستل شوی دی. تورین چې په اېټالیوي ژبه کې ورته Torino وایي ددې هېواد په شمال لوېدیځه برخه کې پروت او د (پیه مونټه) ولایت مرکز دی. دغه ښار یو تارخی مرکز هم بلل کېږي چې ګڼ شمېر موزیمونه او تاریخي ځایونه هم لري.
۸- بولونیا
بولونیا د شمالي اېټالیا د امیلیا رومانیا په سیمه کې تر ټولو لوی ښار دی. دغه ښه د ګڼو نعمتونو، ښکلا او ځانګړې اشپزۍ له کبله خورا مشهور دی. سړکونه یې په ونو پوښل شوي دي. همدا لامل دی چې په دې ښار کې پلی تګ ان په باراني موسم کې هم په زړه پورې دی. د اروپا تر ټولو پخوانی پوهنتون (بولینا) هم په دې ښار کې دی.
۹- جنوا
جنوا د اېټالیا جنوبي څنډه او ددغه هېواد اصلي بندر دی. دغه بندري ښار په ۲۰۰۴ کال کې د اروپا د فرهنګي پلازمېنې په نوم هم ونومول شو. له ۲۰۰۴ کال وروسته دغه ښار د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د اوسېدونکو پام ځان ته واړوه. اوس په کلني ډول زرګونه کسان له دغه ښار څخه لیدنه کوي، چې د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي.
۱۰- پروجا
پروجا د اومبر ناحیې مرکز دی. ددې ښار تاریخچه چې دفاعي دېوالونو پوښلی دی له مېلاد څخه مخکې نهمې پېړۍ ته ورګرځي. د پروجا ښار د یوې لویې ډبرینې تپې په سر ودان شوی دی چې کولی شئ له دې غونډۍ څخه لاندې له ښکلي شنه طبیعت څخه خوند واخلئ. دغه ښار دوه لوی پوهنتونونه هم لري چې یو یې یوازې د اېټالیوي ژبې زده کړې او ادبیاتو ته ځانګړی شوی دی.