د ایرلینډ خلاف به یو شمیر نوي ځوان افغان لوبغاړي هم ولوبیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ خلاف راتلونکې سفر لپاره خپلې غبرګې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې یو شمیر نویو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف په راتلونکې اګسټ میاشت کې په ۳ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه سیالیو کې مخ کېدونکې ده.

 افغان کرکټ بورډ دغه سیالیو ته پرون خپلې دوه لوبډلې اعلان کړې، چې د ۲۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، مجیب الرحمن، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک شامل دي.

37717194 2145474955707091 7956866398368563200 n 1 د ایرلینډ خلاف به یو شمیر نوي ځوان افغان لوبغاړي هم ولوبیږي

 بل خوا په همدي سفر کې د ۵۰ اوریزه سیالیو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې د شهزاد محمدي ترڅنګ جاوید احمدي، احسان الله جنت، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، مجیب الرحمن، دولت ځدران، افتاب عالم سعید شیر زاد او وفا دار مومند ته ځای ورکړل شوی دی.

37783626 2145474979040422 6775291161180372992 n 1 د ایرلینډ خلاف به یو شمیر نوي ځوان افغان لوبغاړي هم ولوبیږي

د یادونې وړ ده، چې د دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۶ لوبو لړۍ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۲۰ مه نیټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالي سره پیلیږي او د همدغه میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

نږدې ۸ میاشتې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د همدې ایرلینډ خلاف د تیر ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې ۳ پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کړې، چې پکې افغانستان ۲ د ۱ مقابل کې ماتې وخوړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.