د انګلستان او اسټرالیا برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د جوفرا ارچر ۶ وېکټې.

سپینه تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
د انګلستان په کوربتوب له اسټرالیا سره د تاریخي ټېسټ لوبو اشېز سیریز پنځمه لوبه روانه ده، دا لوبه د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په کېننګټن اوول لوبغالي کې پیل شوه.
انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو وېکټو په اوټ کېدو سره ۲۹۴ منډې وکړې؛ دې لوبه کې جاس بټلر ۷۰ او جو روټ ۵۷ منډې وکړې.
مېچل مارش پنځه او پټ کمېنس ۳ وېکټې واخېستې.
australia england head to head in ashes lg د انګلستان او اسټرالیا برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د جوفرا ارچر ۶ وېکټې.
اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د چټک توپ اچوونکي جوفرا ارچر له خوا په دام کې ولوېده، هغه د ډېوېډ وارنر په ګډون د اسټرالیا شپږ لوبغاړي وسوځول.
اسټرالیا ۲۲۵ منډې وکړې، چې سمېت پکې ۸۰ منډې جوړې کړې.
له ارچر سره څنګ کې سام کورن هم درې وېکټې واخېستې.
اوس د انګلستان دوهمه پاڼۍ روانه ده، چې ۹ منډې یې دي او کوم لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.
د روان سیریز دوه لوبې اسټرالیا ګټلي، یوه مساوي شوې او یوه انګلستان ګټلې، پنځمه هغه یې دوام لري.
د اشېز ټېسټ سیالیو تاریخچه
tests played2869634380607291863 د انګلستان او اسټرالیا برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د جوفرا ارچر ۶ وېکټې.
دا سیالۍ له ۱۸۸۲ م کال راهیسې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ کېږي، هر کال پنځه لوبې کېږي، چې یو کال په اسټرالیا او بل کال په انګلستان کې تنظمېږي.
aus vs eng dream11 team predictions د انګلستان او اسټرالیا برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د جوفرا ارچر ۶ وېکټې.
تر اوسه پورې ۷۰ سیریزونه شوي دي، چې دې سیریزونوکې ۳۳۰ لوبې ترسره شوي دي، چې ۱۳۴ اسټرالیا او ۱۰۶ انګلستان ګټلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ ۹۰ لوبې مساوي شوي دي.
په اویا سیریزونوکې ۳۳ اسټرالیا او ۳۲ انګلستان ګټلي دي او ۵ سیریزونه مساوي شوي دي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.