د انسان قتل د بشر د حق تر ټولو ستر نقص‎

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 د پوهنمل شرف الدین عظیمي لیکنه

قتل زما په خیال د انسان یوه ترټولو ناوړه کړنه ده او فکر نه کوم چې موږ به وکولی شو خپل دې کار ته توجیه ورکړو. قتل هغه بشري ستونزه ده چې تر اوسه د نړۍ او افغانستان پر مخ ډېرو انسانانو د هغې له امله ژوند له لاسه ورکړی.

انسان په لومړي ځل په قتل د یوه جرم په حیث لاس پورې کړ او د قابېل او هابېل کیسه رامنځته شوه او هابېل ووژل شو او قابېل د یوه قاتل په نوم ونومول شو. په اصطلاح چې دا تېږه کېښودل شوه.

تبصره راڅخه اوږده نشي، غواړم بحث اروايي کړم. قاتل موږ هغه کس ته وایو چې په بېلابېلو طریقو او قصدي او غیر قصدي ډول د یوه بل انسان یا انسانانو ژوند اخلي. چا چې یو جرم ترسره کړی وي او د هغه جرم جزا هم درنه وي لکه قتل. د هغه انسان اروايي حالت له نورو عادي انسانانو سره توپير کوي. د بېلګې په ډول، قاتل ډېر مضطرب وي، ژبه یې په خبرو کې بندېږي، کله ناکه بی تفاوتي څرګندوي، له مقابل لوري څخه کرکه کوي، له اندازې ډېر په قهر وي، په خپل جسم او جسمي کړنو کنټرول نه لري، په څېره او رنګ کې یې بدلون لېدل کېږي، سترګې یې سرې وي، د زړه ټکانونه یې ډېر وي، څرګندېږي چې بی رحمه او لږ عاطفي وي، خواشینی او غمجن معلومېږي، نورو ته او د نورو شخصیت ته په بده سترګه ګوري او داسې نورې بېلګې هم شته.

البته چې قاتلان په خپلو منځونو کې توپیر هم سره لري. انسان ولې انسان وژني؟ دا چې انسان ولې انسان وژني دا په هر هغه انسان پورې اړه لري چې یو بل کس ویني. دا مو په مقدمه کې د قابېل د قتل خبره یاده کړه، نو که وګورو د قابېل دلیل او سبب او انګېزه معلومه او څرګنده وه، همدا ډول د هر قاتل د قتل کیسه فرق کوي، خو په ټوله کې ویلی شو چې جنسي تېري، زرو او ظلم، په حق او حقوقو تېری، غلا، تجاوز، جهالت، ناپوهي، د انتقام حس، قومي تربګنۍ او اختلافونه، نا امنۍ، په نشو اخته کېدنه، فقر او بېوزلي، په یوه ټولنه کې د قانون نه شتون، خرافات، ځينې ناوړه کلتورونه، اروايي ناروغۍ، توهینونه، منفي فکرونه او داسې نور کله نا کله د یو چا د وژل کېدو لامل ګرځي.

د قتل فزیولوژیکي لاملونه:
انسانان اکثراً د نورو سره (د کورنۍ د غړو ، د دفتر د همکارانو سره او حتا د ژوند د ملګري سره) د ځینو حساسیتونو او عصبانیت سره مخامخ کېږي چې ځینې کسان دغه حساسیتونه کنټرولولی شي او دځینو کسانو نه په شدید خشونت واوړي.
مارکو ژاکوبوني د کلمبیا د اراپوهنې استاد وایي، چې ولې ځینې کسان خپلو افکارو ته د خشونت جامه ور اغوندي؟ دی په دې بحث کې د اینه نیورونونو( Mirror Neurons ) ته اشاره کوي، دا نیورونونه په مغز کې د سلولونو یو کوچنی مدار دی چې د ټولنیزو مسایلوپه پېژندنه کې مهم رول لري. دی وایي چې مغز موږ  په اسانی سره د مسایلو پر وړاندې حساسوي. د مثال په ډول، د یوه خشن فلم کتل زموږ د خشونت استعداد هم لوړوي اویا د خشنو الفاظو اورېدل هم زموږ میلان د خشنو اعمالو طرف ته زیاتوي چې دا ټول د (اینه نیورونونو ) د عمل پایله ده او هغه څه چې د دې نیورونونو خلاف عمل کوي، ذهني کنټرول یا(خود کنټرولي) ده.
ذهني کنټرول (خود کنټرولي ) په ژوند کې د ښه عمل کولو کلیدي عنصر دی، په همدې دلیل ریچارډ نېسبټ وایي:«هغه څوک چې لوړ ذهني کنټرول لري، تر هغو خلکو بهتر دي چې د لوړ هوښ ( ذکاوت ) خاوندان دي.
 قتل او یوه انساني ټولنه:
دا بېخي څرګنده خبره ده چې قتل څه کولی شي او څه پایلې لري او څومره زیانمنه کړنه ده؟ د بېلګې په ډول به یو څو هغه ستونزې یادې کړم چې د یو کس له وژلو څخه وروسته یې پيدا کولی شو. لومړی خو زنداني کېدل دي، نور بېلابېل مجازات او جزاوې، له کور او کلي څخه لرې پاتې کېدل، د ټولنې له اړخه رټنه او سپکاوی، د اعتماد او اعتبار له لاسه ورکول، د اروايي ستونزو پيدا کېدل او ډېرېدل، د ګناه احساس لرل، د وجدان ځورېدل ، له انتقام څخه په وېره کې اوسېدل، د دندې له لاسه ورکول، د قاتل او ظالم خطاب کېدل، نورو ګناهونو کې ورښکېل کېدل، نشو ته د مخې کولو ګواښ هم شته او په ټوله کې د یوه بدمرغه او بد بخته انسان په سترګه ورته کتل او په تدریجې ډول مړینه او ځورېدل هغه څه دي چې یو قاتل به تل ورسره مخ وي.
څه کولی شو؟
دا ډېره مهمه خبره ده چې ماشوم او ماشومتوب جدي ونیول شي او ډېره پاملرنه ورته وشي او هېر نه شي، ماشومان باید ونه وهل شي، سپک نشي او عقده یی ونه روزل شي، په خپل نفس باید باور پیدا کړي او فردي او خپلواک ژوند وکړي، د ژوند په خوند او مفهوم باید پوه اوسي او نه خپل ژوند او نه هم د نورو ژوند وانه خلي او په ډېره لویه سترګه ورته وکتل شي.
نفرت او کرکه باید د انسان په ذهن کې ځای ونه نیسي او که یې نیولی وي وویستل شي، حسادتونه او رقابتونه باید له منځه یوړل شي او غلط پوهاوی باید حل او تعارضونه له منځه یوړل شي، د غچ او بدل اخیستلو حس باید له منځه یوړل شي او مهرباني او مینه ووېشل شي، په ټولنه کې باید د وګړو تر منځ اړیکي ښې شي او مینه او ورورولي ووېشل شي، له ټولنې سره اړیکه باید سالمه وي، د قتل او وژلو له فکره باید لرې وساتل شي.
ښه دوستان وټاکو، له بدو او ناوړه دوستانو څخه باید لرې شو او داسې نور کارونه شته چې موږ له دې بدې او شومې او همدا راز ناوړه ټولنیزې ستونزې څخه خلاص کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.