ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
ام چې په انګلیسي کې ورته ( (Mango) وایي د لومړي ځل لپاره څو پيړۍ وړاندې په هندوستان په اهلي شکل وکرل شو چې بیا وروسته افریقا او برازیل هېواد او بیا په تدریجي ډول نورې نړۍ ته انتقال شو.
ام د خوند او رنګ تر څنګ د وېټامین A، وېټامین C، اوسپنه او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي او همدارنګه د ام خوړل د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي، هغه ځکه چې په ام کې په لوړه کچه فایبر موجود دي.
دغه میوه د ښکلي رنګ او خوند سربیره ډیرې ګټې او د لسګونو مرضونو علاج هم په خپل وجود کې لري.
نویو څيړنو ثابته کړې ام خوړل انسان له سرطان ناروغۍ ژغوري، بواسیر لپاره ښه درمل او د بدن د ټوخي او تبې کچه راټيټوي.
د څیړونکو په باور چې په ام کې شته انتي اکسیډنټ انسان د سیني له سرطان ناروغۍ ژغوري او جنسي قوت پياوړی کوي او د سترګو نظر تېزوي.
د دوی په باور ام له دې سربیره د وینې په زیاتولو، د وجود بدبويي له منځه وړلو ساه لنډۍ او د خوني بواسیر په له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کولی شي.
په یوه بله څيړنه کې راغلي د ام خوړل د انسان په وزن کمولو کې ډیره مرسته کولی شي، خو هغه کسان چې د ویني ګرمایش او د شکرې ناروغي لري، د ام په خوړلو کې دې له ډير احتیاط څخه کار واخلي.