د امریکا او طالبانو ترمنځ د زندانیانو په تبادله کې د طالبانو یو غړی راخوشې شوی دی

خان محمد د طالبانو او امریکا ترمنځ د زندانیانو په تبادله کې راخوشې شوی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت نن اعلان وکړ چې د خان محمد په نوم د طالبانو یو غړی له متحدوایالتونو سره د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې شوی دی.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه ویډیو کې چې پر خپله ایکس یې پاڼه خپره کړې ده ویلي، خان محمد نژدې شل کاله مخکې په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و، او محکمې په دایمي حبس محکوم کړی و.

د هغه په وینا خان محمد د خپل بند موده په کلیفورنیا ایالت کې تېروله.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، د طالبانو حکومت د قطر په منځګړتوب دې تبادلې ته د مثبت پرمختګ په سترګه ګوري.

ښاغلي ضیااحمد په تبادله کې د خوشې شويو امریکايانو هویت نه دی ښودلی خو د امریکا CNN ټلویزیوني شبکې خبر ورکړی چې د جوبایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ساعتونو کې دوه امریکايي وګړي رایان کوربېټ او ویلیام مککېنټي د محمد په نوم د یوه افغان په بدل کې خوشې شوي دي.

د خبر له مخې خانمحمد د طالبانو غړی و، چې په ۲۰۰۸ کال کې د تروریزم او مخدرو موادو د قاچاق په تور محکوم شوی و.  خبر زیاتوي چې خانمحمد د امریکايي چارواکو له خوا دوحې ته لېږدول شوی او کوربت او مککنټي امریکا ته د ستنیدو په لاره کې دی.

Be the first to comment

Leave a Reply