لیکنه: رفیق حسنزی
د کورنۍ له خوا ناسمه روزنه د کم جرئتۍ سبب ګرځي، په افغان ټولنه کې بل اصلي لامل یې ډار او ويره ده، کله چې ماشومان غواړي د يوې موضوع په هکله خپل نظر وړاندې يا ووايي، نو مونږ ورته وايو چې ته غلى شه، ستا يې په کارونو څه؟ او يا ورته وايو چې ته چپ کينه ته لا ماشوم يې، په دى خبرو نه پوهيږې او همداسې نور…
زموږ دا ډول چلند ددې سبب کيږي، چې ماشومان مو ځانونه کوچني او کمزوري وبولي. په دوى کې به د کمزورتيا احساس پيدا شي او چې کله لوى هم شي، نو دغه ويره به ورسره وي، چې که زه خبرې وکړم، شاید خلک راپورې وخاندي.
په ځينو ښوونځيو کې هم دا بد دود شته؛ که يو زده کوونکي کومې پوښتنې ته ناسم يا غلط ځواب ووايي، نو استاد يې تحقيروي او ورته وايي، چې ته څومره تمبل او نالايقه يې یا ډیر کړتن یې، نو په داسې کړنې سره شاګرد په خپل ځان کې کمزورتيا احساسوي. هرکله چې زده کونکى قوي روحيه ونه لري، بل ځل يې که درس ښه ياد هم وي نو د ويلو جرئت نشي کولى.
څه بايد وکړو چې د کم جرئتۍ مخه ونيسو؟
میندو او پلرونو ته پکار دي، چې خپلو اولادونو د کور په مسايلو کې د نظر څرګندولو حق ورکړي، دوی بايد د خپلو اولادونو څخه سلا مشورې واخلي، کيدای شي د ماشوم نظر غلط يا ناسم وي، خو موږ بايد ورته غوږ ونيسو او په قناعت سره ورته ووايو چې ستا خبره په دې دليل سره سمه نده، نو دا به د هغه پر راتلونکي شخصيت ښه اغيز وکړي او په راتلونکې کې به يو باجرئته شخص واوسي.
ښوونکي هم بايد خپل شاګردان ونه رټي، ښوونکى بايد زده کوونکي ته تونده لهجه ونه کاروي، د شاګرد سره بايد په ډيره نرمه لهجه خبرې وشي، د استاد ښه رويه په زده کوونکي ډيره مثبته اغېزه کوي.
موږ باید هڅه وکړو چې؛
– خپل کوچنیان خبرو او نظر شریکولو ته وهڅوو، ځکه که اوس نظر څرګند کړي، په راتلونکې ژوند کې به د خپل حق غوښتلو لپاره هم نظر څرګند کړي.
– باید خپل ماشومان مطالعې ته وهڅوو، څو د هغوی نظر او فکر پراخ شي او په خپلو پراخو معلوماتو سره وشي کولی څو په یوه څه کې د خبرو کولو غږ په جرائت سره وکړي.
– باید د ماشوم نظر حتمي واخلو، دا بله خبره ده چې عملي کوو یې کنه، خو ښه دی چې داسې احساس وکړي، چې ګواکې د مشر یا پلار، مور بل بل له خوا ورته اهمیت ورکول کیږي.
– ماشوم هیڅکله غلطو خبرو او ډیالوګ کې باید وانه چوو، او کوښښ وکړو چې ښو خبرو او مجلسونو ته یې وهڅوو.