د افغان لوبډلې دا اختر هم په مسافرۍ کې راغی 

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې د کلونو راهیسې د کرکټ په ډګر کې لوبیږي، ډیر کله یې د اخترونو خوښۍ د هېواد لپاره له کوره بهر په مسافرۍ کې تیریږي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د تیر کمکي اختر په څیر یو ځل بیا له هېواد بهر په سفر تللې ده، چې د ایرلینډ خلاف به د ۶ لوبو لړۍ ترسره کوي. 

د هېواد کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ سفر د تیاریو په موخه لمړی د انګلستان پر لور خوځیدلې وه، چې اوس یې په اړه افغان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي، چې افغان لوبغاړي اوس هم په لندن کې پاتي دي یا ایرلینډ ته تللي دي. 

د ایرلینډ په کوربه توب د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ پلان شوې ده، چې د روانې اګسټ میاشتې د ۲۰ مې نیټې څخه پیل کیږي. 

د مهالویش له مخې د ۶ لوبو دغه لړي به روانې اګسټ میاشتې په ۲۰ مه نیټه، چې په اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر د لمړۍ شپې سره سمون خوري؛ په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره پیل شي. 

د بهرنیو ویب پاڼو د معلوماتو له مخې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د راتلونکو لوبو ژوندی بهیر په اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلنډ او نورو هېوادونو کې د یو شمیر تلویزیوني شبکو څخه وړاندي شي، خو افغان کرکټ بورډ یې په افغانستان کې د خپریدو په اړه لا هم څه نه دي ویلې.

د یادونې وړ ده، چې د لمړۍ۲۰ اوریزه سیالۍ وروسته به د اګسټ میاشتې په ۲۲ مه نیټه دویمه او په ۲۴ مه نیټه وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالي ترسره شي.

همدا راز د درې ۵۰ اوریزه سیالیو لمړۍ لوبه به د اګسټ میاشتې په ۲۷ مه، دویمه په ۲۹ مه او وروستۍ لوبه به د همدغه میاشتې په ۳۱ مې نیټې سره پای ته ورسیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.