د افغان سولې پروسه کوم لوري ته روانه ده؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

وسلوالو طالبانو نږدې یو کال وړاندې له ډېرو خبرو اترو وروسته له متحده ایالاتو سره په قطر کې د سولې تړون د افغان حکومت او ولس له سترګو پټ لاسلیک کړ.

له ډېری اندېښنو سربیره بیا هم افغان حکومت او ولس هیله درلوده چې د سولې دغه تړون او پاتې بین الافغاني پروسه به یې د لسیزو جګړو او بدبختیو ته د پای ټکی کېږدي.

خو له بین الافغاني خبرو څو میاشتې وروسته دا پروسه کوم لوري ته روانه ده؟

تازه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې سازمان عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي: طالبانو تر اوسه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لار نه ده جوړه کړې.

سټولټنبرګ وایي، په کراتو یې ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او مهم ټکی دا چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او سولې ته به معنا لرونکي او پایله لرونکي مذاکرات کوي چې افغان حکومت هم د ناټو له دې دریځه ټینګ ملاتړ اعلان کړی.

بل لور ته په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ میلر هم ویلي، طالبانو تر بل هر وخت خپل تاوتریخوالی زیات کړی او داسې ښکاري چې طالبان سولې ته ژمن نه دي.

دی همدا راز زیاتوي، موږ ته د رسېدلو معلوماتو له مخې طالبانو په قطر کې خبرې درولې او خپلو پسرلنیو بریدونو ته یې تیاری نیولی دی.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس هم په خپل خپور کړې خبر کې د افغان حکومت د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې افغان حکومت هم امنیتي بنسټونو ته د سرتېرو د تنظیم او عملیاتو د کړنلارې سپارښتنه کړې.

امریکا ته د طالبانو وروستی لیک او د افغان چارواکو سربیره د ناټو سرمنشي، د غوڅ ملاتړ ماموریت وروستی دریځ دا په ډاګه کوي چې د سولې پروسه له جدي خنډونو سره مخ او هیڅ لوری هم د سولې خبرو ته ژمن نه دی.ځکه دواړه لوري د پسرلنیو عملیاتو خبرداری او د جګړې ډګرونو د لا تودولو ګواښونه کوي.

خو د سولې پروسې خرابېدل او د جګړې ډګرونو یو ځل بیا تودول ولس ته څه پیغام لري؟

سیاسي شنونکي او د نظر خاوندان روان حالت یوه نوي بحران ته د ننوتو پیل ګڼي او خپله جدي اندېښنه څرګندوي دوی وایي، که د سولې خبرې بیا پیل او مذاکراتو ته سره راونه ګرځي د جګړې تنور به لا تود او افغان ولس به له سختو ستونزو او مرګ ژوبلو سره مخ شي، او ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې دې په دې اړه ځانګړې پاملرنه وکړي او د وینو روان مست سیند ته دې بندونه وتړي.

وروستۍ پریکړه او هغه چې ټول لوري ورته په تمه دي دا چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به د افغانستان په تړاو په خپله ستراتیژۍ کې څه اعلانوي او د افغان سولې او جګړې پروسه به کوم لوري ته وړي راتلونکی به یې ځواب کړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.