د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي؛ ددې بورډ عمومي مشر عاطف مشعل په وړاندیز او د ولسمشر او د کرکټ بورډ اعلی سرپرست محمد اشرف غني د ۵۶۳ شمیرې حکم پراساس، د عبدالحمید طهماسي او د سوداګرۍ وزارت مرستیاله کامله صدیقي د کرکټ د بورډ د غړو په توګه وټاکل شول.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې هم خپرې شوي چې په کرکټ بورډ کې ډیر بدلونونه راوستل شوي لکه د کرکټ عمومي مشر پر ځای د بل تنه ګمارنه، خو یادې ادارې تر اوسه یوازې ددوو تنو ګمارنه تائيد کړې او او ولسمشرۍ ماڼۍ هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
آغلې کامله صدیقي لومړنۍ ښځینه ده چې د کرکټ بورډ غړیتوب ورکول کیږي.
یو شمیر کرکټ پوهان او عام مینوال نیوکه کوي چې د کرکټ په اداره کې ګمارنې په اړیکو کیږي او ډیری داسې کسان چې په کرکټ پوهیږي، خو هغوی ته ډیر وخت نه ورکول کیږي.