لیکنه : عبدالله عادل
د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي د بنګلدېش لوبډلي د افغانستان څخه تر ماتي خوړلو وروسته په لوبډله کي تغیرات راوستي ، لوبډلي ته باتجربه چټک توپ اچونکی روبیل حسین او شفیع الاسلام راستانه سوي دا تغیرات د دریمي او څلورمي لوبي لپاره د بنګلدېش په لوبډله کي راغلي.
هغه لوبغاړي چي لوبډلي ته راستانه سوي دي:
نجم الحسین ، امین الاسلام ، محمدنعیم ، روبیل حسین او شفیع الاسلام .
هغه لوبغاړي چي له لوبډلي بهر سوي:
سومیا سرکار ، مهیدي حسن ، ابو حیدر ، یاسین عرفات .
سومیا سرکار په نړیوال جام کي ونه ځلېد خو د سرېلانکا خلاف په لوبلړۍ کي وځلېد چي وروسته رواني درې اړخیزه لوبلړۍ ته هم غوره سو خو دا ځل یې د خپلي لوبډلي په ګټه په لومړۍ لوبه کي ۴ منډي وکړې او په دوهمه لوبه کي په صفر باندي وسوځېد.
تر یوې بریا او یوې ماتي وروسته بنګلدېش راتلونکو دوو لوبو ته د روبیل حسین او شفیع الاسلام تر څنک کیڼ لاسی توپ وهونکی نجم الحسین ، ځوان الراونډر امین الاسلام او غوره پیلیز توپ وهونکی محمدنعیم لوبډلي ته شامل کړي.
امین الاسلام ، او نعیم تر اوسه په نړیوال کرکټ کي کومه لوبه نده ترسره کړې ، لیکن په کورني کرکټ کي خورا ښه ځلېدلي ، کیڼ لاسی پیلیز توپ وهونکي محمد نعیم د ډهاکې په تیرو ډیوېژن پریمیر لیګ سېالیو کي په ۱۶ لوبو کي ۸۰۷ منډي جوړي کړې.
چټک توپ اچونکی روبیل حسین د تیر کال له اګسټ میاشتي څخه بیا تر اوسه کومه شل اوریزه لوبه نده ترسره کړې خو دا چي نوموړی یو باتجربه لوبغاړی دی په راتلونکو دوو لوبو کي به د شفیع الاسلام سره یو ځای د بنګلدېش د چټکي توپ اچوني برخه سمبال کړي.
د بنګلدېش لوبډلي نوملړ:
شکیب الحسن لوبډلمشر ، مشفق الرحیم، محمدالله ، صابر رحمان ، مصدیق حسین ، لیټن ډس ، افیف حسین ، تاج الاسلام ، روبیل حسین ، شفیع لاسلام ، مصطفیض الرحمان ، محمد سیف الدین ، محمدنعیم شېخ ، امین الاسلام او نجم الحسین.