
ليکنه: مدثر دعوت
نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د افغانستان او بنګلديش لوبه ده.
افغانستان چي په روان نړيوال جام کي خپلي ۶ لوبي پرلپسې بايللي نيمه پايلوبي ته د تګ چانس نلري خو بنګلديش بيا په ۶ لوبو کي ۲ ګټلي ، بايد راتلونکي ټولي لوبي وګټي ترڅو تر نيمه پايلوبي يې هيلي ژوندۍ وي.
افغان لوبډلي د ټول نړيوال جام په پرتله د هندوستان په وړاندي په تيره لوبه کي ښه کارګردګي وښوده.
نن هم د افغان لوبډلي د بريا چانس زيات دی او د ښه مقاومت سره کولای سي د نن لوبه وګټي.
خو په تيره لوبه کي د رحمت شاه او هشمت شاهدي له لوري د ډيرو توپونو ضايع کول او د اکرام عليخيل د توپ څخه ويره ددې لامل سوه چي افغانستان لوبه وبايلي.
په هرصورت؛ راځو د نن ورځي د لوبي لپاره د لوبډلو مقايسه کوو.
د دواړو لوبډله مقايسه:
بنګلديش په تيرو ۲ يو ورځنيو لوبو کي هري يوې کي تر ۳۰۰ لوړي منډي کړي.
دا لومړی ځل دی چي بنګلديشۍ لوبډله پدې توانيږي چي په ۲ پرلپسې لوبو کي تر ۳۰۰ لوړي منډي وکړي.
خو په روان ټورنمينټ کي توانيدلي چي ۳ ځلي تر ۳۰۰ لوړي منډي وکړي.
افغانستان او بنګلديش ۷ ځلي په يو ورځنيو لوبو کي سره مخ سوي.
۳ لوبي افغانستان ګټلي او ۴ لوبي بنګلديش ګټلي.
افغان او بنګال په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي سره مخ سوه چي هماغه لوبه بنګلدیش د ۱۰۵ منډو په توپير وګټله.
د بنګلديش په وړاندي لوبه به نن د افغان لوبډلمشر ګلبدين نائب لپاره ۱۰۰مه نړيواله لوبه وي.
همدارنګه ګلبدين نائب يوازي ۴۳ منډو ته اړتيا لري چي د ۱۰م افغان لوبغاړي په حيث په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي.
شکيب الحسن په ۲۰۱۹ز کال کي په ۱۱۳ اوسط سره توپوهنه ترسره کړې،نوموړي په ۸ يو ورځنيو لوبو کي ۵۶۵ منډي ترسره کړي چي ۲ سليزي او ۴ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.
همدارنګه شکيب يوازي ۳۵ نورو منډو ته اړتيا لري چي د لومړي بنګلديشي لوبغاړي په حيث په نړيوال جام کي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي.
محمدالله ۸۰ منډو ته اړتيا لري چي په يو ورځنيو لوبو کي ۴۰۰۰ منډي پوره کړي،او د نن لوبه به د سمايا سرکار ۵۰مه يو ورځنۍ لوبه وي.
د هوا په اړه:
د سوت امپټن ښار هوا د تيري لوبي سره توپير لري او شاید د نن لوبي په مينځ کي باران وسي، او همدارنګه د ټولي لوبي په جريان کي به وريځ وي.
نن ۵۱% د باران امکان سته،شايد لوبه د DLS ميتود ته ولاړه سي.
د پيچ په اړه:
په همدې روز باول لوبغالي کي د هند او افغانستان لوبه هم ترسره سوه.
په ۲۲۴ منډو کي هندۍ لوبډله د افغان سپينرانو په قوت وسوځيدله.
نن هم ګلبدين نائب ته پکار ده که چيري ټاس ګټي، توپوهنه دي وکړي او تر ۲۳۰ او ۲۴۰ پوري هدف به د بنګلديش لوبډلي لپاره لوړ وي.
او په ځواب کي دي د سپينرانو څخه استفاده وکړي په تيره بيا د نبي او مجيب څخه ،ځکه بنګلديشۍ لوبډله ډير چپ لاسي توپوهونکي لري.
ددې پيچ د منډو اوسط د نړيوال جام په تيرو ۳ لوبو کي ۲۲۱ منډي دی.
هغه لوبډلو چي لومړی يې توپ اچوونه کړې په ۳ لوبو کي يې ۲ ګټلي.