د اسرایلو په ډزو لسګونه فلسطینیان وژل شوي سلګونه ټپیان دي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستې په درشل کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۴۱ فلسطیني اعتراض کوونکي وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي د سه شنبې د ورځې په دې اعتراضونو کې ، 1800 فلسطینیان د اسرایلي پوځ په ‌ډزو ټپيان شوي دي.
ویره ده چې د مړو او ټپیانو شمیر ښايي تر دې هم زیات وي.
8e6d979d aa81 4c9a b24c 400cb1a91e5b د اسرایلو په ډزو لسګونه فلسطینیان وژل شوي سلګونه ټپیان دي
د حماس ډله چې پر غزه واک چلوې، له شپږ اونیو راهېسې یې د غزې او اسرایل پر پوله اعتراضونه پیل کړي، چې له پیل راهېسې یې تر اوسه تر اتیا زیات فلسطینیان وژل شوي.
خو تاوتریخوالی د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستو سره په یو وخت زور واخیست. په دې مراسمو کې د ټرمپ د لور ایونکا ټرمپ په ګډون لوړپوړي امریکايي چارواکي برخه لري.
په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانیسته د اسریلو د تاسیس د اویایمې کلیزې سره په یو وخت کیږي.

2e373ef3 5213 4155 9de6 ae35f3c54fd0 د اسرایلو په ډزو لسګونه فلسطینیان وژل شوي سلګونه ټپیان دي
په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستې په مراسمو کې د ټرمپ د لور ایونکا ټرمپ په ګډون لوړپوړي امریکايي چارواکي برخه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې کال په پیل کې ویشل شوی بیت المقدس د اسریلو د پلازمینې په توګه په رسیمت وپیژانده، هغه اقدام چې د امریکا ګڼ متحدان ورسره سلا نه وو.
په داسې حال کې چې فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکې دولت پایتخت بولي، اسرایل چې د ۱۹۶۷ م کال په جګړه کې یې ختیځ بیت المقدس اشغال کړی، پر ټول بیت المقدس ادعا کوي او خپله پلازمینه یې ګڼي. د اسرایلو دا ادعا ملګري ملتونو او د نړۍ ګڼو هیوادونو نه ده منلې.
له ننۍ پېښو وروسته، نړیوالو بشري سازمانانو او ګڼ شمیر هیوادونو د اسرایلي ځواکونه غندلې او ویلې یې دي چې د فلسطیني اعتراض کونکو پر ضد یې له ضرورت زیات ځواک کارولی دی.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.