د اروپا د سیل او چکر تر ټولو د محبوب ښار (امستردام) شپږ مشهور موزیمونه

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: حمیدالله حمیدي
امستردام د هالنډ هېواد پلازمېنه ده، چې په اروپا کې د سیل او چکر لپاره تر ټولو محبوب ترین ښار بلل کېږي. له دغه ښار څخه په کلني ډول څلور میلیون سیلانیان لیدنه کوي. دغه ښار ګڼ پوهنتونونه، اکاډمیانې، څېړنیزې موسسې، موزیمونه، تیاتر او نور د تفریح ځایونه لري. ددې ښار د مرکزي برخې ودانۍ په پخواني کلاسیک ډول جوړې شوې دي، چې ډېر په زړه پورې جوړښت لري. ددې ښار تاریخي ودانۍ خورا مشهورې دي، چې د ښار په مرکزي برخه کې یو پر بل پسې نښتې جوړې شوې دي.
په دې ښار کې ۶۷۵۰ ودانۍ داسې موجودې دي چې په ۱۶ او ۱۸ پېړۍ پورې اړوندېږي. دې ټولو ودانیو ۸۰۰۰ کیلو متره ځای نیولی دی. دغه ټولې ودانۍ بیا د ۱۶۰ کانالونو په وسیله سره تقسیم او بېلې شوې دي. په دې ښار کې ګڼ ښکلي پلونه هم تر سترګو کېږي، چې ۹ دانې یې د لندۍ په څېر، خو له لرګي جوړ شوي دي چې تر ټولو مشهور یې ماجرا براګ ( اصلي پل) دی.
۱- د ریکس موزیم (Rijksmuseum)

دا موزیم د امسټردام تر ټولو کششي او توریستي سیمه ده. د ریکس موزیم په یوه لویه ودانۍ کې په ۱۸۰۹ مېلادي کال کې جوړ شوی دی، چې لږ تر لږه ۵۰۰۰ قلمه هنري توکي او عتیقې پکې په ۲۵۰ خونو کې ساتل کېږي. په دې موزیم کې پر انځورګرۍ سربېره ۳۵۰۰۰ پخواني کتابونه او بېلا بېلې لیکنې هم په خپل کتابتون کې لري، چې په کلني ډول یې یې ګڼ کسان لیدو ته ورځي او ددغه ښار لپاره د عوایو یوه ستره سرچینه بلل کېږي. دغه راز په دې موزیم هره ورځ، هره اونۍ او هره میاشت بېلابېلې داسې نندارې جوړېږي، چې د هالنډ کلتور او پخواني عنعنات په کې تمثیل کېږي.
۲- د ان فرانک موزیم

دغه موزیم د پرینسنګراخت پر (Prinsengracht) کانال جوړ شوی دی. ددې موزیم اصلي نوم د هولو کاسټ د یوه مشهور قرباني له ژوند او نامه اخیستل شوی دی. دغه موزیم په اصل کې د ان فرانک کور دی چې کورنۍ یې د ډېر وخت لپاره د جګړې له وېرې پکې پټه شوې وه. د فرانګ کورنۍ په اصل کې د المان د فرانکفورت وه چې امسټردام ته راکډه شوې وه. له جنګ وروسته د فرانک د جګړو خاطرې او کتابونه د هغه وخت د ډېرو پلورل شویو کتابونو په کتار کې راغلل. ان فرانک له جګړې دوه میاشتې وروسته د ۱۵ کلنۍ په عمر له دې دنیا ولاړ. د هغه د کور ډېری برخې لا په هماغه ډول پاتې دي. دا کور په اصل کې د هماغه وخت د جګړو او تورو ورځو د یادښت په توګه په خپله پخوانۍ بڼه ساتل شوی دی.
۳- د ون ګوګ موزیم

ون ګوګ د نولسمې پېړۍ تر ټولو مشهور انځور ګر دی. د نوموړې انځورګري د داسې یوه تخیل ښکارندویي کوي، چې ډېر کم خلک په هغه ډول انځورګري کولی شي. په کلني ډول لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان د ون ګوګ له موزیم څخه لیدنه کوي. دا ټول د ون ګوګ محبوبیت او وړتیا په ګوته کوي. د سیلانیانو د ورتګ له نظره دا په هالنډ کې دویم موزیم دی چې په کال ۱۹۷۳ کې جوړ شوی دی او تر ډېره د ون ګوګ د خپل لاس پنځونکي اثار په کې نندارې ته اېښودل شوي دي. په دغه موزیم کې ۲۰۰ نقاشۍ، ۵۰۰ طراحۍ او ۷۰۰ د ون ګوګ لیکونه ساتل کېږي.
۴- د امسټردام د ښاروالۍ موزیم

د اشتدلیک (Stedelijk) یا د امسټردام د ښاروالۍ موزیم په کال ۱۸۹۵ کې پرانیستل شوی دی. په دې موزیم کې ډېر انځورګرۍ د هالنډي او فرانسوي انځورګرانو د لاس دي، چې په نولسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه. په دغه موزیم کې د مجسمو یو باغ دی، چې تر ډېره په کې د مشهورو مجسمه جوړونکو لکه اګوسټ رودن، رنوار، مرو او کارل ویسر اثار په کې ساتل کېږي.
۵- د امسټر دام موزیم

دغه موزیم د یتمانو په کور کې جوړ شوی دی، چې ودانۍ د جوړېدو تاریخ یې ۱۴۱۴ کال ثبت شوی دی. د امسټر دام موزیم بیا په دننه کې څو سترې حولۍ لري. په دې موزیم کې تر ډېره د همدې ښار د پخواني شکل انځورګرۍ ساتل کېږي، چې په لیدو سره یې لیدونکي حیرانېږي او د هغه وخت د خلکو ژوند پکې انځوروي.
۶- د استوا د خط موزیم

د استوا د خط موزیم په ۱۸۶۴ کال کې جوړ شوی دی. دغه موزیم د هغه چا لپاره ډېر په زړه پورې دی، چې د هالنډ د پخوانیو مستعمرو په اړه غواړي معلومات تر لاسه کړي. دغه موزیم په غارو ته ورته سالونونو کې جوړ شوی دی. په دې موزیم کې هغه هنري توکي او وسیال ساتل کېږي په استوایي سیمو او تر استوا خط لاندې سیمو کې کارول کېدل. دغه راز په دې موزیم کې د اسیا او شرقي سیمو د موسیقۍ کنسرتونه هم جوړېږي. ددې موزیم د لیدلو پر مهال کولی شئ، د انګلیسي ژبې له ژباړونو مرسته وغواړئ.