د ادارې مشر ته د ځان ثابتولو مهم ټکي – دویمه برخه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د دې لپاره چې تاسو هم په خپله اداره کې د یوه غوره کارکوونکي په توګه وپېژندل شی، د دې لیکنې په تېره برخه کې مو لسو ټکو ته اشاره وکړه. اوس چې تاسو هغه لس واړه عملي کړي دي، د پاتې هغو لوستو ته مو را بولو.
۱۱- یوازې د کار په اړه فکر وکړئ
ګوښه کېدل، د اوازو خپرول او په کاري چاپېریال کې خبرې یو بل ته وړل د یوه ښه کارکوونکي ځانګړنې نه دي. نو له دندې پرته پر بل څه تمرکز مه کوئ.
تاسو به هېڅ کوم داسې مدیر نه وي لیدلی چې په ګوښه کېدو، اوازو خپرولو باندې خپل کار کوونکي ته تنخواه ورکړي. که غواړئ، له خپلو همکارانو سره صمیمي اوسئ، د ورځې په اوږدو کې، د ډوډۍ خوړلو پر مهال او یا هم په دمه کې له هغوی سره داسې خبرې وکړئ چې ستړیا یې له منځه ولاړه شي او تاسو یې په زړه کې ځای پیدا کړئ. خو د ډېر وخت لپاره دغه ډول کړنې ستاسو کاري وخت ضایع کوي. له بلې خوا دغه ډول کړنې چې تاسو د خپل همکار خواته ورځئ او په خبرو یې بوختوئ په هېڅ ډول ستاسو د مشرتابه لپاره د منلو نه دي.
فرض کړئ، له همکار سره مو پر خبرو بوخت یۍ، د مدیر مو در پام کېږي، بې له دې چې ځان در باندې پوه کړي در څخه تېرېږي، که دویم ځلې را ورګرځي او تاسو لا هم پر هغه ځای ولاړ یۍ او خپل مجلس کوئ، نو هرومرو فکر کوي، چې تاسو وخت ضایع کوئ. نو ښه ده چې له همکار سره درېدل او خبرې کول مو له یوې دقیقې څخه زیات وخت ضایع نه کړي.
۱۲- په کار کې ګړندي اوسئ
د دې لپاره چې د یوه غوره کارکوونکي صفت خپل کړئ او په خپلو چارو کې بریالي شی، نو ښه ده چې هېڅ کار مو د مېز پر سر پاتې نه شي.
۱۳- کاري چاپېریال ته په کتو جامې اغوندئ
په یاد مو وي، هغه جامې چې تاسو یې د کاري چاپېریال لپاره ټاکئ، پر هغه ذهنیت چې تاسو یې د همکارانو او ريیس په ذهن کې لرئ، مستقیمه مثبته او منفي اغېزه لري. دغه راز که مو په ورځني ډول سرو کار له ريیس او یا هم له مراجعینو او مشتریانو سره وي، نو هڅه وکړئ چې داسې جامې واغوندئ لکه څه ډول یې چې کاري چاپېریال اېجابوي.
۱۵- په کار در سپارلو کې مخکښ اوسئ
کله چې په کاري چاپېریال کې د یوه نوي کار د تر سره کولو په اړه خبره کېږي، تاسو باید وروستی کس نه وۍ، چې ټول او یا هم د کار یوه برخه در وسپارل شي. ريیس مو تر ټولو پر دې ښه پوهېږي چې دغه کار چاته وسپاري، خو تاسو هم هڅه وکړئ چې خپله وړتیا ښکاره کړئ.
۱۶- د ټاکلي وخت تر پای پورې کار وکړئ
غوره او بریالي کارکوونکي هغه دي چې د کاري وخت تر پای ته رسېدو ۱۵ یا ۲۰ دقیقې مخکې له خپل کار ځای څخه جګ نه شي. وروستۍ څو دقیقې چې لري یې ښه ده چې د مېز سر مو منظم کړئ او ان د سبا لپاره هم خپل کاري پروګرام ته یو نظر واچوئ.
۱۷- له نویو همکارانو سره مرسته کوئ
کله مو چې نوی همکار پر دنده پیل کوي، لار او ګودر ورته وښیئ او ویې هڅوئ. دا مه هېروئ چې تاسو هم دغه مرحله تېره کړې ده. له نوي همکار سره مو د یوه ښوونکي په څېر چلند وکړئ، د ستونزې په حل کولو کې ورسره مرسته وکړئ. لازمه نه ده چې پر ځای یې کار وکړئ، خو مرستې ته یې هرومرو ور ودانګئ. یو څه ته مو باید پام وي چې د نورو پر ځای کار کول او یا دا چې خپل مسوولیتونه پر تاسو در اچوي او ناوړه استفاده در څخه کوي له مرستې کولو سره توپیر لري.
۱۸ – درناوی کول هېڅکله هم هېر نه کړئ
له ريیس نیولې تر ټیټې پایې کارکوونکو ته درناوی کول ستاسو د لویۍ او انسانیت ښکارندویي کوي. یوه څه ته مو باید پام وي چې خلکو ته درناوی کول هغوی ته انګېزه ورکوي چې په زړه کې یې ځای ونیسئ او هغه څه مو په حق کې تر سره کړي چې پر وس یې پوره وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.