د ګرم چای څښلو ګټې او زیانونه؛ روغتیا پوهان وايي سترګو ته ګټه رسوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی
چای د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې او په هر هېواد کې د چای څښلو مختلف ډولونه او وختونه وي، په افغانستان کې زیاتره خلک عادت لري چې د خوړو په منځ او یا تر خوړو وروسته ګرم چاي وڅښي، نو دا چې دغه چاره څومره ګټور او یا تاواني ده مونږ یې درته وایو:
روغتیاپالان وایي، ګرم یا تود چای څښل د سترګو لپاره ګټورې دی، ځکه چې په چایو کې په زیاته اندازه د انټي اکسیډنټ شته چې سترګو ته ضرر رسوونکي کیماوي مواد له منځه وړي او د حجراتو د مرګ مخنېوی کوي.
دوی په خپله درې کلنه څیړنه چې په شاوخوا لس زره کسانو یې ترسره کړې موندلي چې شین چای یا تور چای که هر یو وي یوه پياله یې د سترګو د زرغونوالي (Glaucoma) مخه په اسانه ډول نیولی شي.
ځینې روغتیاپالان بیا وایي، تر ډوډوۍ یا خوړو وروسته سمدلاسه د ګرمو اوبو یا چاي څښل د انسان په بدن کې د هاضمې سیستم ته زیان اړوي او باید ډډه ترې وشي.
دوی زیاتوي، په چای او قهوه کې ځینې کیمیاوي مواد شته چې تر استفادي وروسته بیا له خوړو څخه د انسان په بدن کې د اوسپنې د جذب مخه نیسي.
بلخوا د روغتیا نړیوالې اداره (ډبلیو ایچ او) وایي، چای یا نور مشروبات چې د تودوخې درجه یې له ۶۵ لوړه وي، د انسان په سرطان ناروغۍ د اخته کیدو چانس یې زیاتوي.
دیادې ادارې د راپور له مخې په ایران، چین، ترکیې او جنوبي امریکا کې خلک دومره ګرم چای څښي چې د تودوخې درجه یې ۷۹ سانتي ګریده وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.