دشت ارچي ولسوال: هغه غونډه چې بمباري پرې شوې ملکیان او طالبان دواړه په کې وو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

که څه هم د کندز امنیتي چارواکي، د افغانستان د دفاع وزارت او یو شمیر نورې امنیتې ادارې لا هم تینګار کوي چې په کندز کې یې د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید کړی او د دوی مهم قومندانان یې وژلي، خو د عیني شاهدانو او ځايي خلکو له خولو د رسنیو له راپورونو څرګندیږي چې برید پر یوې مدرسه شوې چیرې چې د وسلوالو طالبانو په شمول د مدرسي زده کونکي، ماشومان او عام خلک هم په ګڼ شمیر کې موجود و.
د دشت ارچي ولسوالۍ کې د بمبارۍ له پېښې د کندز حوضوي روغتون ته په لسګونو ټپیان ور وړل شوي چې د ډاکترانو په وینا په کې ماشومان او ولسي خلک شامل دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دشت ارچي د یو دهقان چې خپل نوم یې محمد ښودلې له خولې ویلي، په غونډه کې په کم شمیر وسلوال طالبان هم وو، خو ډیر برخه وال یې ولسي خلک وو چې په کې د مدرسې شاګردان او فارغیدونکي ځوانان شامل وو.
نوموړې ویلي د هیلوکوپټرې له خوا لومړني توغول شوی راکټ د ځلمکیو په یوې ډلې ولګیده. ورځپاڼې ددې سړي له خولې زیاته کړې چې په پېښه کې یې لس کلن وراره ټپي شوی دی. دده په وینا ماشومان هر چیرې چې مفته ډوډۍ وي ورځغلي او په دې غونډه کې هم ډیر وو.
د دشت ارچي ولسوال نصر الدین سعدي هم ورته خبره کړې او ویلي یې دي د افغان هوايي ځواک هیلوکوپټرو په مدرسه کې د فراغت غونډه په نښه کړې چې په کې پر طالب مشرانو سربیره په ګڼ شمیر کې ولسي خلکو هم ګډون درلود.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا دا د وسلوالو طالبانو یوه غونډه بللې ده او ادعا یې کړې چې پنځه ویشت مهم طالب وسلوال چې ځینې یې مهم قومندانان و په دې هوايي برید کې وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان شوي. نوموړې رد کړې چې برید دې په مدرسه کې په کومه غونډه شوی وي.
د کندز امنیې قومندان عبدالحمید حمیدي رسنیو ته ویلي چې په برید کې د اوو تاجکستاني او دوو پاکستاني اورپکو په شمول ۱۵ تنه مهم طالبانو وژل شوي دي. د کندز امنیې قومندان ویلي په بمبارۍ کې د ولسي خلکو له مرګ ژوبلې هم خبر دی او دا چې په سیمه کې د شپې له خوا ټیلفونې شبکې سم کار نه کوي نو دقیق شمیر لا ورته نه دی څرګند.
په راپورنو کې د بیلابیلو سرچینو له قوله د مړو بیلابیلې شمیرې ورکړل شوې دي. ځینې راپورونه۲۵ تنه ځینو ۵۰ تنه او ځینې بیا ۷۰ تنه یادوي چې په دې برید کې وژل شوې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې د دوی د ډلې هیڅوک په غونډه کې نه وو او دده په وینا ۱۵۰ ملکیان وژل شوي.
په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې دا برید دوی نه دی ترسره کړی.
دا نو اوس پر افغان چارواکو ده چې ددې ړندې بمبارۍ او درنې مرګ ژوبلې په اړه سپیناوی وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.