دا ۸ ګامونه واخلئ او خپل اهداف مو ژر ترلاسه کړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

حساب ورکوونکي اوسیدل دا قوت درکوي چې د خپلو اهدافو پر لور ورنیږدې شئ او منظم ور ورسئ.
لیکنه: روګر کونورټام سمیت
ژباړه: غازي عابد
زړه – ځیرکتیا – همت
دا بره ټولې ځانګړنې ارزښتناکې دي، خو له موږ په پرتلنه کې پیکه شوي چې زموږ د ژوند بریالیتوب لپاره څه شي او څومره مهم دي. شخصي حساب ورکوونه تر نورو ډیره مهمه ده.
خپلو شرایطو ته اجازه مه ورکوه چې تا تعریف کړي چې ته څوک یې او څه کوې.
هدف دا دی چې هیله مو د نورو مداریانو یا داسې خلکو په لاس کې مه ورکوئ چې درته برباد یې کړي.
ددې پر ځای چې نور مو ترسیم کړي، کوښښ وکړئ چې خپله فعال اوسئ، خپلې خوښۍ تعریف کړئ او نوښتګر او چابک اوسئ.
اوس هغه اته مشخص ټکي چې هر ډول اهدافو ته مو رسولی شي:
۱- حساب ورکوونه پيژندل
ایا تاسې د اکاونټیبیلیټي یا حساب ورکوونې کلمې په یادولو سره یو ډول لړزیږئ؟
ځینو ته چې دا خبره وریاده کړې، نو یو ډول منفي احساس او درک وکړي. خو په اصل کې حساب ورکوونه مانا دا چې یو منظم ریپورټ ولرې، هر څه واضح وي، ځواب ګویه او مسوول اوسې…
که تل خپلو اهدافو ته رښتیني او محاسب اوسئ، هیڅکله به بې اهمیته احساس ونه کړئ. نو ځکه وایو چې هر څوک باید حساب ورکوونه خپل ځان ته یوه ډالۍ وبولي، داسې یو کړنلاره یې وبولي چې بریالیتوب یې ډاډمنوي، نه داسې څه چې ترې کرکه او نفرت پيدا کړي.
۲- داسې فکر وکړئ چې ستاسې ژوند له همدې کار سره تړلی
کله چې تاسې مشخصې او رغوونکي کړنلارې ولرئ، نو کولی شئ چې د هغو ننګونو لپاره هم حل لارې ومومئ چې فکر کوئ، ستاسې له توانه لوړې دي.
د یوه هدف ممکن ترلاسه کول یا هم د یوې ستونزې ممکن حلول د ژوند غوښتنه نه ده، اما رغوونکې حل لارې لټول او لاس په کار کیدل، اصل ژوند او زندګي ده.
۳- څه چې غواړئ له هغه نه ډیر څه ترلاسه کړئ
هر څه ترسره کول په مشخص ډول سره یو معلوم ارزښت، انرژي، خواري، حوصله او منابع غواړي. دا یو طبعي کار دی چې هر انسان پرته له مصرف او قیمت پرې کولو ښه شیان غواړي؛ لکه که یو څوک وغواړي چې وزن کم کړي، خو ددې لپاره ورزش نه کوي یا مناسب خوراک نه استفاده نه کوي. غواړئ پرمختګ وکړئ، خو لپاره یې خولې نه تویوئ یا مبارزه نه کوئ…
نو کامیابي هم هغه وخت ترلاسه کیږي چې لاس په کار شو او خواري کړو، کنه هسې او په خپله نه راځي، زموږ ورتګ غواړي.
۴- دومره اهمیت او درنښت هم مه ورکوئ چې ومو غورځوي
ستونزمن شرایط او ننګوونکې موانعې ډیره هڅه کوي، له هغه څه مو راګرځوي چې ترلاسه کول یې غواړئ
خو بل پلوه؛ څومره چې ننګونې او ستونزې لوی قوت لري، په همدې ډول سره یې انسان کې د ترلاسه کولو وړتیا هم شته. نو ننګونې ته دومره لوی ارزښت هم مه ورکوئ، چې بیخي مو کندې ته وغورځوي.
۵- هر نوښت او بریا زړورتیا غواړي
هر وخت چې یو نوښت کوئ یا کامیابۍ ته رسیږئ، په لار کې یې ننګونې وي، نو پرې د کامیابۍ لپاره باید زړور او غښتلي اوسئ. که چیرته هر څوک خپل داخلي قوت او وړتیا وویني، نو پوه به شي چې څومره حق، استعداد او وجیبه لرئ چې ډیر څه ترسره او ترلاسه کړي.
۶- فیډبک یا پایله وغواړئ
د خپل کار او یا هدف ته ورتګ یو ډول ارزیابي وکړئ چې څومره ورنیږدې شوي یاست، دا فیډبک مو په یو بل ملګري، خپلوان، ټولګیوال یا همکار وکړئ او ترې وپوښتئ چې څنګه روان یاست، ځکه د بیا کتنې یا فیډبک غوښتل درته نیمګړي یا تیاره ځایونه روښانه کوي او ښې پایلې ته مو رسوي.
۷- له ځانه وپوښتئ چې ایا زه یو کرايي یم که مالک؟
موږ هغو شیانو ته ډیر ارزښت او توجه کوو چې خپل مو وي، په نسبت د هغو شیانو چې خپل مو نه وي، ځکه موږ په کرايي یا مزدروۍ کار باندې ډیره پانګونه نه وي کړي او موقتي وي، نو ځکه ډیر راته مهم نه ښکاري چې په سم او ښه ډول یې ترسره کړو.
مثلاً یو کرايي ګاډی به څومره په صداقت سره ووینځئ؟ البته وبه ووایو چې په سم ډول سره یې نه مینځو. ځکه موقت دی راسره او د مالکیت احساس یې راسره نشته.
کله چې تاسې د یوه شي مالک کیږئ، که دا موټر وي، کاري دنده وي یا هم کوم روابط یا اړیکه وي، نو پانګونه هم پرې کوئ، ځکه خو معمولاً په دا ډول کارونو ښه ډیره قرباني هم ورکوئ.
بلاخره پایله دا شوه چې؛ که چیرته تاسې خپلو موخو ته د کرايي یا مزدورۍ د کار په حیث وکتل، نو ممکن له لاسه یې ورکړئ، خو که هدف ترلاسه کولو سره مو د یوه مالک په حیث چلند وکړ، نو بیا یې په ترلاسه کولو کې هر ډول خواري کوئ.
۸- د ډیرو چټلیو د مینځلو لپاره چمتو اوسئ
حل لارې موندل داسې دي لکه په خاورو کې چې سره زره لټوې. نو په همدې ډول سره د هدف ترلاسه کولو په مقابل کې به ډیر خنډونه تر پښو لاندې کوئ، خو تر اصلي موخې به خامخا ځان رسوئ او هغه څه چې غواړئ یې باید لپاره یې خوله تویه کړئ او ډیر طوفانونه او ننګونې تیرې او طۍ کړئ.