دا ۱۲ ‌ډوله خواړه باید یو ځای وخوړل شي، څو یې بدن ته ګټه دوه چنده شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: مریم محمدي
ځینې داسې خواړه شته که یوځای وخوړل شي، د ویټامین له امله زموږ بدن ته ډیره ګټه رسوي.
که د دغه خوراکي توکو بې ګټې مواد یو له بل سره یو ځای شي، نو زموږ په روغتیا ښه اغیزه لري.
نن درته د یو څو خواړو په اړه معلومات درکوم چې باید په ګډه یا یوځای وخوړل شي:
۱ – ماستې او کیله
هغه کسان چې سپورټ کوي، هر سهار دې له سپورټ نه وروسته ماستې او کیله وخوړئ.
۲- ګازرې او نخود
په ګازرو کې په زیاته اندازه د بتاکروتین شتون چې یو ډول انتي اکسیدان دی، مرسته کوي چې په بدن کې تخریب شوي سلولونه بیا ورغوي. که چیرې ګازرې له نخودو سره د غرمې له خوا وخوړل شي ګټه یې لا ډیره ده.
۳ – هګۍ او پنیر
دا خواړه د هغو کسانو لپاره دي، چې د ویټامین ډي ( D ) کمښت لري باید هر سهار هګۍ او پنیر یو ځای وخوړئ.
۴- سابه او زیتون غوړي
په دې کې ویټامین (K) شتون لري که د هډوکو درد او وینې کمښت لرئ، نو دا خوړه مه هیروئ .
۵ – ځمکنی توت او پالک سابه
دغه خواړه څومره چې ښایسته دی له هغې څو چنده زیات روغتیايي ګټې لري. دا مواد د اوسپنې لرونکي دي چې د عضلاتو دردونو لپاره ګټه رسوي. هغه کسان چې د ویښتانو تویدو ته اندیښمن وي له دې خوړو دې استفاده وکړي .
۶ – جوش شوې هګۍ له تازه ترکارۍ
کله چې تاسو د تازه ترکارۍ خوړلو اشتها لرئ، نو د جوش شوې هګۍ خوړل ورسره مه هیروئ. ځکه دا خواړه دي چې د سترکو او سرطان ناروغي مخنیوی کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.