ژباړه: مریم محمدي
غاښونه د الله تعالی يو ډير ښه نعمت دی چې د انسان د بدن یوه مهمه برخه ده. روغ غاښونه د روغ صحت لپاره ډېر اړين دي. خو هغه کوم شيان دي چې خوړل يا څښل يې غاښونو ته زيان رسوي؟ دلته یې په اړه ځینې مهمې لارښوونې لرو:
۱- په غاښونو د یخ ماتول
په ګرم موسم کې چې یخ ته ډیره اړتیا وي د عات له مخې ځینې خلک بادام، پسته او چارمغزو په څیر یخ هم په خپلوغاښونو ماتوي، چې دا کار د غاښونو د ماتیدوتر څنګ د غاښونو مینا ته هم ډیر تاوان رسوي.
۲- له خوړو وروسته د غاښونو پاکول اړین دي
ټول ډاکټران د غاښونو د عمر اوږدوالي لپاره تل په دې ټینګار کوي چې له ډوډۍ وروسته باید پاک شي، خو دا یې نه دي ویلي چې د څو دقیقو لپاره باید برس او کریم استعمال شي.
هیڅکله له خوړو او څښاک وروسته خوله او ژبه مو مه وینځئ او تر نیم ساعت پورې برس او مسواک مه استعمالوئ.
۳- په بیړه مسواک او برس کول
ټول افراد عادت لري چې غاښونه په زوره زوره ووینځئ، چې دا کار د غاښونو محافظتي یا د سانتې لایحه له مینځه وړي او د دې سربیره غاښونه د باکتریا په مقابل کې کمزروي کوي او د دې سبب کیږي چې غاښونه چینجن، تور، ژړ او ژر خراب شي.
۴ – د تمباکو کارول
موږ ټول په دې پوهیږو چې تمباکو کارول غاښونه له منځه وړي، مګر نورو زیانونه هم لري چې کولای شي د غاښونو د حرکت لامل شي، همدا رنګه د خولې سرطان سبب هم کیږي.
۵ – په غاښونو نوکان ماتول
د ورځني فشار له امله، ډیری خلک شته چې خپل نوکان خوري، پرته له دې چې و پوهېږي چې د دوی نوکان له میکربونو او بکتریا څخه ډک دي. له غاښونو سره د نوکانو ماتول دې ته زمینه برابروي چې په ډیرې اسانۍ سره مکروبونه خولې او غاښونو ته ننوځي.