ژباړه: حمیدالله حمیدي
مشهور انګلیسي لیکوال ډېوډ میچل (David Mitchell) یو وخت ویلي و:« هغه کس چې له ډېرې شتمنۍ سره مړ شي ګټونکی دی!» خو اصلي خبره دا نه ده.ګټونکی هغه څوک دی، چې ګڼې تجربې ولري او په خوښۍ کې یې ژوند کړی وي. په دې لیکنه کې به دا ولولئ چې ولې علم هم اوس وایي، چې خپله ټوله شتمنۍ په سفر ولګوئ:
پخوا خلکو داسې فکر کاوه چې ټولې خوښۍ په مادیاتو کې دي، خو اوس علم ثابته کړې ده، هغه څه چې تاسو خوشاله کوي او خوښي درکوي هغه تجربې دي. تجربې لکه سفر، له کوره بېرون کار کول، نوي شیان زده کول، له نندارتونونو لیدنه او داسې نور… موږ داسې فکر کوو چې نوی برنډ تلوزیون د یوې ښکلې جزیرې څخه تر لیدو ښه دی او یا ډېر عمر کوي. خو باید پوه شو چې هېڅکله داسې نه ده.
د کرنل پوهنتون د اروا پوهنې استاد ډاکټر توماس ګیلووېج (Thomas Gilovich) چې نیږدې څو لسیزې یې د پیسو او خوښۍ تر منځ د اړیکې په اړه څېړنې کړې دي وایي: « موږ پېرل کوو تر څو خوشاله شو او په دې برخه کې یو څه بریالي هم یو، خو دغه خوښي ډېره موقتي ده. سمه ده چې د نویو شیانو اخیستل راته په زړه پورې وي او خوشاله کوي مو خو له یو څه مودې وروسته ور سره عادت کېږو.»
د بېلګه په توګه نوی اخیستی تلوزیون مو تل د سترګو په وړاندې وي، ور سره عادت کېږو، دغه تلویزیون لکه د یوه غبار په څېر ورو ورو د اسمان په خوا ځي او اخر مو له سترګو پناه کېږي. خو سفر کول راته بیا داسې تجربې راکوي چې ټول عمر را سره وي او د وجود یوه برخه مو ګرځي.
فکر وکړئ کوم یو به در باندې ډېر اغېز وکړي
د لوبو هغه سامانونه چې په کوچنوالي کې مو درلودل او یا هغه سفر چې له کورنۍ سره مو یو ځای کوم هېواد یا ښار ته کړی و؟ هغه سفر ښایم چې اوس هم در په یاد شي خوله مو له خندا جینګه شي.
ګیلوویچ د حیرانونکې ژوند تر نامه لاندې په یوه څېړنه کې چې په Journal of Consumer Psychology چاپ شوې هم ده وایي: « دا زموږ تجربې دي چې د ژوند او وجود په یوې لویې برخې مو بدلېږي، نه زموږ شتمني.
کېدای شي ستاسو په ژوند کې ډېر داسې څه چې له کچې زیاته مینه ور سره ولرئ او ان د هویت په څېر ور سره تړلي وي، خو له دې سره سره هغه ستاسو له وجوده لرې دي. خو په بدل کې یې بیا تجربې هغه څه دي چې ستاسو له وجود سره تړلې او نه بېلېدونکې دي.
ګیلوویج همدا راز وایي: « د مادیاتو اخیسلتو په پرتله د تجربو اخیستل اسانه هم دي او داسې څه دي چې نه له لاسه ورکول کېږي او نه هم زړېږي. په اصل کې دا تجربې دي چې زموږ د وجود یوه برخه جوړووي، له نورو سره مو نیږدې کوي او ډېرې لویې خوښۍ راکوي.
نو ولې بیا په تمه یاست؟ هغه پیسې چې د کور له پاره مو د نویو شیانو اخیستو ته ځانګړې کړې دي را واخلئ او له کورنۍ سره مو په ګډه سفر وکړئ، موزیم ته ولاړ شئ او یا دا چې د ښار یوه ښکلي پارک ته ولاړ شئ او څو شېبې په خوښۍ تېرې کړئ. ډاډه یم چې دا خوښي به مو ټول عمر په یاد وي او هر وخت به یې له خاطرو او تجربو خوند اخلئ.