خطرناکې ارادې؛ امریکا څه لوبه راسره کوي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په دوه تازه بدلونونو کې د امریکا متحده ایالاتو چارواکو د وسله والو طالبانو له یوه پلاوي سره د افغان سولې بهیر په اړه مستقیمې خبرې کړي او هم امریکایي چارواکو د خپلې نوې تګلارې د یوې برخې په توګه له ډېرو نا امنو او لیرې پرتو سیمو څخه د افغان ځواکونو د وتو وړاندیز کړی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغه وړاندیز په تړاو د خپلو مقاماتو په حواله لیکلي، چې د وړاندیز هدف په په ناګڼ مېشتو سیمو کې د افغان ځواکونو د حضور کمول او پر ځای یې د کابل په شان د نورو ګڼ مېشتو سیمو د امنیت پياوړتیا ته پاملرنه ده.
ویل شوي، چې دا وړاندیز د امریکا د بیا ارزول شوې پوځي تګلارې یوه برخه ده.
د امریکا دا وړاندیز داسې تحلیل شوی، چې ګواکې دغه هېواد له طالبانو سره د مستقیمو خبرو په درشل کې دوی ته تر واک لاندې سیمو کې یې د واکمنۍ د زمینه سازۍ نامستقیمه همکاري کوي.
خو په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیر حمد الله محب نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د دغه وړاندیز هدف طالبانو ته پر ناګڼ مېشتو سیمو د واکمنۍ زمینه سازي نه ده.
دا راپورونه په داسې حال كې خپاره شوي، چې د افغانستان د بیارغونې له چارو څخه د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې سیګار د راپور له مخې دمګړۍ د افغانستان حکومت له ۴۰۷ ولسوالیو څخه پر ۲۲۹(۵۶،۳سلنه) او وسله وال طالبان پر۵۹ ولسوالیو(۱۴،۵ سلنه) کنټرول لري.
د ادارې په وینا دواړه لوري پر۱۱۹ نورو ولسوالیو(۲۹،۲سلنې) د کنټرول لپاره په جګړه دي.
د خطرناکو ارادو د تکرار وېره
د متحده ایالاتو ورته دریځونه دا وېره زیږوي، چې دغه هېواد د څو کلونو وړاندې په شان د افغانستان په اړه خطرناکې ارادې لري.
څو کاله مخکې د متحده ایالاتو مخکیني ولسمشر بارک اوباما د افغانستان جګړې د حتمي پای ته رسولو نیت کړی و ، چې په ترڅ کې یې طالبانو ته د قطر سیاسي دفتر پرانیست او حکومت یې ورسره مستقیم مذاکرات پيل کړل.
د افغانستان مخکینی حکومت او شخصاً مشر یې حامد کرزی، چې ظاهراً د امریکا په سرسخت مخالف بدل شوی و، د امریکا دا ارادې یې خطرناکې او د افغانستان د ملي واکمنۍ ضد ګڼلې وې.
د کرزي د فشار او نورو غبرګونونو له کبله امریکا د قطر دفتر بیرته وتړه او د طالبانو بیرغ یې ترې ایسته کړ.
له طالبانو سره د بیا ځلي سولې مذاکراتو په اړه افغان او امریکایي لوریو دواړو ټینګار درلود، چې دا مذاکرات به له افغان حکومت سره کیږي، خو لکه چې ولیدل شول امریکا له خپل دې ټینګار څخه په شا او طالبانو سره یې پټ مذاکرات وکړل، چې وروسته رسنیز شول.
د امریکا ورته هڅو په افغانستان کې اندیښنې زیږولې، چې دغه هېواد ممکن د خپلو ګټو لپاره طالبانو ته نیږدې او د افغانستان په تاوان امتیازات ورته ومني.
ریښتیا لوبه کوي؟
سیاست خپله لوبه ده، یو هېواد له بل سره څه، چې دوه وروڼه هم پکې له یو بل سره لوبه کوي. امریکا سره له دې، چې اوس د افغانستان ترټولو ښه متحد دی، خو د سیاست منطق ایجابوي، چې له موږ سره په اړیکو کې خپلې ګټې لومړیتوب وګڼي او د تحقق لپاره یې کار وکړي.
سیاست د دې پرځای، چې څوک موږ سره په لوبه کولو پړ کړي، موږ په دې پړوي، چې ولې په لوبه کې کمزوری دریځ ولرو او بایلونکي یې شوو؟
دې ته په کتو سره غوره ده، چې زموږ حکومت او سیاستوال له امریکا او نورو متحدینو سره د ښو اړیکو د خوندیتوب ترڅنګ ټولې اړیکې او مناسبات د ملي ګټو او اړتیاوو سره سم مخته یوسي.
د اوسني حکومت په اړه ډېرځله دا قضاوت کیږي، چې که تېرحکومت له امریکا سره په اړیکو کې افراطي بدبیني کوله، اوسني د افراطي خوشبینۍ لاره نیولې ده.
د دې لپاره، چې دا ډول قضاوتونه ریښتیا نه شي، ښه ده چې د داسې حساسو مسایلو په اړه، چې امریکا تازه مطرح کړي، د ملي یووالي حکومت مسولانه او مقتدرانه دریځ ولري .
که داسې دریځ نه وي، ترټولو ښه نیته متحدین هم راته بدنیته کیدای شي!