
یادونه: دې لیکنه کې د حمید حسن د ماشومتوب څخه نیولې بیا تر لوبډلې راتګ او په نړیواله کچه د هغه د مشهورتیا کیسه شوې ده.
حمید له کرکی بز ویب پاڼې سره د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې ده غوښتل د شعیب اختر او یا هم د فلېن ټاف په څېر بالر شي.
وېب پاڼه لیکي افغان لوبډلې چې نړیوال جام ته لوړاوی وکړ؛ نو حمید حسن ته هم موقع په لاس ورغله، چې د انګلستان په چټکو ویشتن ځایونو خطرناکه توپ اچونه وکړي.
د انګلستان خلاف د نړیوال جام د لوبې په دُرشل کې حمید حسن په ساوتمټن سیمه کې تمرینات کول، چې باران تمرینات وځنډول، له دې وروسته یې موقع وموندله چې د رسنۍ غوښتنې ته ځواب ووایي او شل دقیقې مرکه ورسره وکړي.
حمید حسن ویلي، ده غوښتل چې د انګلستان د فلېن ټاف په څېر چټک توپ اچوونکی شي؛ خو وروسته یې سوچ وکړ، چې له ده هم په نړۍ کې بل چټک توپ اچوونکی شته، چې هغه پاکستانی شعیب اختر و.
نو حمید حسن هم وغوښتل چې له کوچنیوالي ښه خواري وکړي او د افغانستان لپآره د افغانستان شعیب اختر جوړ شي.
حمید حسن وایي ما به هر وخت د شعیب سټایل سره توپ اچونه کوله، خو وایي زما وزن له سل کېلو بره و؛ نو ځکه مې د هغه سټایل سره ځان نه شو برابرولی.
د حمید حسن ورور ډاکټر دی او راشد نومېږي، هغه د حمید حسن توپ اچونه ولیده، نو هملته یې وویل، چې حمید خورا چټکه توپ اچونه کوي.
حمید حسن وایي ما غوښتل چې له ملي لوبډلې سره په پېښور کې یو ځای شم او د افغانستان لپآره سفرونه پیل کړم.
خو کور کې یې پلار اجازه نه ورکوله. دی وايي مور یې بالاخره د ده پلار تشویق کړ، چې حمید حسن ته اجازه ورکړي، ترڅو د افغانستان لپاره لوبې وکړي.
حمید زیاتوي؛ ما مې مورته قناعت ورکړ او مور یې بیا پلار دې ته راضي کړ، چې هغه لوبو ته پرېږدي.
حمید حسن وایي کله یې چې مور اجازه ورکړه، نو ډېر زیات خوښ شو.
دی وایي ما مې مور سره وعده وکړه، چې ته به یوه ورځ پر ما وویاړې.
هغه وایي مور مې ماته په سترګو کې وکتل او دې هرڅه ما ته د مهربانۍ او لطف یوه کیسه کوله.
له دې وروسته حمید حسن د افغانستان په لوبډله کې شامل شو، افغان لوبډلې ورو، ورو د لوبډلو په منځ کې پرمختګ وکړ، حمید حسن په لندن، اسټرالیا، امریکا او نورو ځایونو کې په خورا خطرناک بالر مشهور شو.
هغه وایي زما خوب په رښتیا بدل شو، ما مایک ګټېنګ پخوانی انګلستانی کرکټ لوبغاړی د مېرېلېبن کرکټ کلب پر وړاندې په ممبيي کې ولید.
هغه څلور توپ وهونکي په پښو وویشتل او دوه یې ټپي شول.
درې وېکټې یې واخېستې او له ۵ یې تر شپږو پورې اورونه ترسره کړل.
حمید حسن کیسه کوي، ما خپل بدن د کرکټ لپاره چمتو کړ، وزن مې کابو کړ او ځان مې بلکل برابر کړ.
هغه وایي یوه ورځ سکاټلېنډ سره د فرسټ کلاس سیالیو پایلوبه وه، ما ۲۲ اورونه په پرله پسې ډول ترسره کړل.
نوموړی کاږي هغه وخت کومارا درمسینا لوبڅار و او ماته یې وویل ایا ته ماشین یې که انسان؟
هغه وایي ما ورته وویل چې نه ښاغلیه! زه یواځې له توپ اچونې خوند اخلم او کله چې زه چالان شم بیا لکه ډیزلي موټر همداسې چالان یم.
دی وایي یو وخت ماته د مېرېلېبن کرکټ کلب مشر روبېن مارلر وویل، چې ته په تېزو او شنو ویشتن ځایونو توپ اچونه کوه.
نوموړی زیاتوي ما د مارلر دې خبرې ته دومره اهمیت ورنه کړ؛ خو وروسته مې بیا ومنله، بیا نو زما خوب په رښتیا کېدو شو.
هغه وایي زما توپ اچونه ورسره خورا ښه شوه او محمدنبي هم راسره په دې برخه کې مرسته وکړه.
۱۲ کاله وروسته حمید حسن پوه شو، چې د توپ اچونې په اړه پوهېدل بیا هم ستونزمن وي.
دی وایي مونږ محمدنبي سره خبرې کولې، چې مونږ کوم ځای کې وو او اوس دا دی کوم ځای ته رارسېدلي یو.
مونږ به چې هر سفر کاوه دا به زمونږ لپاره له لاسته راوړنو ډک و او مونږ هیڅ باور نه کاوه، چې مونږ به دومره ځلېږو.
حمید حسن زیاتوي ډېری هېوادونو لوبې کولې، خو یوه هېواد هم د افغان لوبډلې په څېر په کرکټ کې چټک پرمختګ نه و کړی.
له پرمختګونو یو څو کلونه وروسته یو ناځوانه ټپ د هغه د پرمختګونو مخه ډپ کړه، هغه وایي کله چې د لوبې په اوږدو کې ما د انګلستاني الېسټېرکوک شاټ منع کاوه؛ نو ما ډېره تېزه منډه ووهله، زه د لوبغالي له کټارې سره ټکر شوم، زه راغورځېدم، پښو او لاسونو مې کار پرېښود، کله مې چې سترګې وغړولې؛ نو پرځمکه پروت وم او بیا مې چېغې کړې، چې وای پښه مې ماته شوه.
دا لوبه د انګلستان او د نړۍ د یوولس کسیزې لوبډلې ترمنځ ټېسټ لوبه وه، چې دوبۍ کې شوې وه.
هغه وایي بیا لوبه ودرېده، زه یې سټرېچر کې واچولم او روغتون ته له تګ وړاندې زه ۴۰ دقیقې لوبغالي سره وم او د درد له وجې مې لکه ماشوم چېغې وهلې.
حسن وایي دې ټپ زه له کرکټ څخه ډېر وخت لرې وساتلم او دا هغه څه و، چې زه یې د کرکټ په نړۍ کې له ځلېدلو پاتې کړم.
حمید حسن ته د هندوستاني ګنګولي وړاندیز
حمید وایي ماته هندوستاني ګنګولي وویل، چې ته په آې پي ایل سیالیو کې ځان بولۍ لپاره ثبت کړه.
خو کله چې ټپي شوم دا چاره هم پاتې شوه.
له ټپ وروسته یو ځل بیا د حمید حسن راپاڅېدل
له اوږده ټپ وروسته حمید حسن یو ځل بیا ښه شو، نړیوال جام کې یې لوبېدو یو ځل بیا د هغه مینوال خوښ کړل.
د اسټرالیا خلاف یې د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه کې ۱۴۵ سرعت سره توپ اچونه وکړه او دا هغه څه وو، چې هغه یې یو ځل بیا د کرکټ لپاره وعداره کړ او خپل تېر دوران یې وریاد کړ.
حسن خپلې خبرې داسې غځولي؛ کله چې ما د اسټرالیا خلاف ۱۴۵ سرعت توپ اچونه وکړه، زه حېران شوم، چې دا زه یم کنه بل څوک دی.
هغه وایي ما سوچ وکړ، چې زه لا هم توپ اچونه کولای شم؛ خو ما دا قبوله نه کړه، کېناستم او له کرکټ سره مې مخه ښه وکړه.
دا خبره حمید ځکه کړې چې له نړیوال جام څخه وروسته پوره امکان شته، چې هغه د افغانستان لپاره له لوبو سره مخه ښه وکړي.