حسن نبي عیسی خېل؛ خپل پلار مې لارښود دی او لاره یې تعقیبوم  

سپینه تجريدي ډیزاین

د محمدنبي عیسی خېل زوی حسن نبي عیسی خېل وایي، لومړی مې له پلار څخه لارښوونې اورم، بیا د خپل پلار لار تعقیبوم.

حسن نبي عیسی خېل په دوبۍ کې لوبېږي او د شارجه بُخاطر په نامه لوبډله کې اخیستل شوی دی.

هلته د کلبونو ترمنځ لوبې روانې دي.

حسن نبي عیسی خېل په یوه لوبه کې په ۳۰ توبونو ۷۱ منډې وکړې.

تېره ورځ د می په ۲۸ مه د جمعې په ورځ هغه سلیزه وهلې ده.

دا لومړی ځل دی، چې هغه د سیمې په کچه لوبو کې اخیستل کېږي او لوبې کوي.

محمدنبي عیسی خېل د افغانستان په کرکټ کې یوه وتلې څېره ده او همدارنګه د نړۍ په کچه شل اوریزو لیګونو کې لوبېږي.

1604549472274605314594 حسن نبي عیسی خېل؛ خپل پلار مې لارښود دی او لاره یې تعقیبوم  

اوس یې زوی حسن نبي عیسی خېل په توپوهنه کې خورا ښه ځلېږي او د بُخاطر په نامه لوبډله کې یې رول مهم دی.

په ۳۰ توپونو ۷۰ منډې یې خورا چټکې وې، چې ۷ یې پکې شپږیزې هم وهلې وې.

حسن نبي عیسی خېل ویلي له کرکټ سره هغه وخت زیاته مینه پېدا شوه، کله یې چې خپل پلار د افغانستان په لباس کې په تلویزیون ولید او د افغانستان لپاره لوبېده.

هغه رسنیو ته ویلي چې هېڅ فشار یا پرېشر نه مني، د خپل پلار قدمونه تعقیبوم او غواړم چې د افغانستان لپاره ولوبېږم.

نوموړی زیاتوي، یواځې د خپل پلار کوچېنګ یا روزونه باندې ډېر باور لري.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې لیکلي دي، چې حسن نبي اوس په شارجه کې په یوه اکاډمي کې تمرینات او مسلکي کرکټ کوي او د خپل پلار روزنې ته سترګې په لار دی.

همدارنګه هغه اوس د عربي متحده اماراتو د لوبغاړي کاشف داود تر روزنې لاندې دی او په شارجه کې ترې روزنه ترلاسه کوي.

خپل کاشف داود چې د حسن نبي روزونکی دی، ویلي دي چې هغه یو له وړتیاوو ډک لوبغاړی دی او راتلونکی یې خورا روښانه دی.

د کاشف وېنا ده چې حسن نبي عیسی خېل فطري وړتیا لري، توپ وهنه او ډګر ساتنه یې خورا په زړه پورې ده.