جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 د اسد ۲۸ مه نیټه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، هر کال په ټول هېواد کې په خوښیو سره لمانځل کیږي.

 سږ کال هم د نورو ولایتونو په څیر د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دغې ورځې د جشن لمانځلو په موخه پوره تیاری روان دی.

39404690 784015191961995 1948318120334589952 n جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی
جلال اباد-امرشهید باغ ترڅنګ عمومي سړک. انځور؛ ننګرهار رسنیز دفتر

 ننګرهار ولایت په دې وروستیو کې د جګړې په لمړۍ کرښه بدل شوی دی او د څو ورځې وړاندې د مسلسل پیښو رامنځ ته کیدو سره پکې ژوند ستونزمن او د ډار نه ډک شو.

په مختلفو ادارو بریدونه ترسره شول او پکې زیات شمیر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې له کبله یې یو شمیر خلکو د کابل پر لورې کډه وکړه، پاتې میشتو ته روزګار له ویرې او ډار نه خالی نه و.

39406201 784015228628658 2729153645877657600 n جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی
جلال اباد، د امیر شهید باغ یوه څنډه- انځور؛ له ننګرهار رسنیز دفتر څخه

خو په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار د ملي اردو او ځانګړو ځواکو ته له سپارلو سره وضعیت ښه شوی ښکاري.

اوسمهال ښار د درې رنګه بیرغ په رنګینو او رڼا ګانو ښکلی شوی، خلک یو ځل بیا را بیداره شوي دي او د هېواد د خپلواکۍ جشن لمانځلو ته یې تیاری روان لا هم روان دی.

 د جلال اباد ښار ټول واټونه په درې رنګه بیرغ، رڼاګانو او لوحو سره رنګین شوی دی، چې د ښآر ښکلا ته یې ځانګړی خوند ورکړی دی.

37544080 1154594854689069 7756723563779850240 n جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی
د یو شمیر ځوانانو له لورې د درونټې په ګلغونډۍ سیمه کې د ۴۱ متره په اوږدوالي ملي بېراغ انځور شو.

ښايي له دې کړنې موخه دا وي، چې د څو ورځو وړاندې د وحشت نه ډک ننګرهار یو ځل بیا خلکو ته د ارامۍ فضاء کې د ژوند کولو انځورول وي.

 هره ورځ ډلې ډلې ځوانان سر له اوس نه واټونو ته راوځي، زیاتو ځوانانو په خپل سر د بیرغ نه جوړه خولۍ، په مخ نښان له ځان څخه  بیرغي شمله تاوه کړې، موټرې، ریکشې او بایسکلې یې رنګین کړې وي، چې د یو ملي احساس ښکاروندي ده.

39388951 1154594991355722 707403352991858688 n جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی

 نږدې ۹۹ کال وړاندې په ۱۲۹۸هجري لمریز کالکې غازي امان الله خان د انګریزانو څخه خپلواکي واخیسته او دغه هېواد د یو خپلواکه او مستقل دولت په توګه په نړۍ کې وپیژندل شو، چې اوس هر کال یې کلیزې په بېلابیلو مراسمو سره لمانځل کیږي.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.