جاپان مسلمانانو لپاره ګرځنده جوماتونه جوړ کړل

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: قسیم هلال
جاپان د ۲۰۲۰ المپیکس سیالیو ته تیاریو په لړ کې د هغو مسلمانانو لپاره چې المپیکس سیالیو ته به جاپان ته ورځي ګرځنده جوماتونه جوړ کړي تر څو په خپل وخت عبادات ترسره کړي.
لدې جوماتونو به په هغه ځایونو کې کار واخیستل شي چېرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

دا ګرځنده جوماتونه په ډیر عالی معیار جوړ شوي چې پکې د اودس ځای هم شته او په یوه ځل پکې تر ۵۰ لمونځ کوونکو په جماعت سره لمونځ ادا کولای شي، په یوه ګرځنده جومات ۷ لکه او ۷۰ زره ایرو مصرف راغلی.
دغه ګرځنده جومات په کانټینري موټر کې ترتیب شوی په لومړیو کې عادي کنټینري موټر ښکاري خو کله چې پرې د جومات فعالولو بټن ووهل شي د کانټینر دواړه اړخونه بیرون شي او یو زړه راښکونکی جومات برابر شي.

دا ګرځنده جوماتونه که څه هم د المپیکس سیالیو راتلونکو میلمنو لپاره برابر شوي، خو عام خلک هم پکې لمونځ کولای شي.
ویل کیږي له المپیکس سیالیو وروسته به دغه ګرځنده جوماتونه په هغه ځایونو کې د استفادې لپاره وي چېرته چې ګڼ شمیر خلک راټولیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.