تېره شپه شدیدې زلزلې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ولړزول

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

تېره شپه شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ځینو راپورونو له مخې د ریښتر په حساب لږ تر لږه ۶ اعشاریه ۳ درجې و، تېره شپه د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو یو شمېر سیمې ولړزولې.

هندي رسنۍ وايي، د دغه هیواد د زلزله پېژندنې د مرکز د معلوماتو پر اساس د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته نژدې و.

د هند د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، زلزله د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰ بجې او ۳۱ دقیقې پېښه شوه.

د راپور له مخې د زلزلې مرکز تر مځکې ۷۳، ۵۸ کیلومتره لاندې و.
د هندي رسنیو پر اساس، دې زلزلې د دغه هیواد د پنجاب ایالت امرتسر او نوی ډیلی هم لړزولي دي.

بل لورته د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې په وینا چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۵.۹ درجې وه مرکز یې د تاجکستان د مرغوب سیمه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې انځورونو کې لیدل کېږي چې د دغه زلزلې له کبله ځینې مالي زیانونه هم اوښتې دي.

تراوسه د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړی شوی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي